د لغمان د کلای سراج (قلعة السراج) تاریخي بڼ

غمان د افغانستان په ختیز کې یوه تاریخي او د لرغوني ګندهارا په سیمو کې مشهوره سیمه ده. په زړو ویدي نسخو، سرودونو او کتابونو کې هم د لغمان د سیمې ذکر او یادونه شوې ده. د لغمان سیمی ته په اوومې زیږدیزې پیړۍ کې مشهور چینایی زایر هیون تسنګ هم سفر کړی دی او په خپل یونلیک کې یې د لغمان د سیمې یادونه کړې ده. همداراز په لرغونو تاریخی کتابونو کې دا سیمه د لمپاکا په نامه هم یاده شوې ده او سیدونکي یې د الینا د قبیلې خلک ښودل شوي دي چې په آریا یی قبیلو کې یوه مشهوره قبیله وه. همداراز د هند مغولي واکمن ظهیر الدین محمد بابر په مشهور تاریخي اثر بابر نامه کې هم د لغمان صوبه د لمغان او لمقاناتو د صوبې یا تومان په بڼه لیکلې شوې ده او دغه سیمه یې یوه شنه او زرخیزه سیمه ګڼلې ده.

د لغمان د ولایت زیاتره خلک پښتانه دي او مشهورې قبیلې یې ساپي، تره خیل، نیازي، رستم خیل، حسین خیل، خروټي، اوریاخیل، الیاس خیل، الکوزي، ابراهیم خیل، هوت خیل، ادریمزي، جبارخیل، سهاک، ناصر، ګبري، بابکر خیل، علی خیل، هزار میښي، محمدزي، وردګ، خیرو خیل، تره کي او امرخیل دي.

لغمان د الینګار، الیشنګ، قرغیو، دولتشاه او بادپښ په نامه ولسوالۍ لري او دوه مست او څپاند سیندونه هم پکې بهیږي چې یو یې دالینګار او بل یې د الیشنګ سیندونه دي چې د لغمان ولایت د دغو دوو سیندونو په برکت شین او آباد دی.

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې یو ښکلی تاریخي بڼ شته چې کلای سراج نومیږي او د افغانستان د واکمن سراج الملة والدین امیر حبیب الله خان له خوا چې په امیر شهید سره هم مشهور و او د افغانستان د خپلواکۍ د اتل اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان پلار و ودان شوی دی. نوموړی به په ژمي کې د لغمان ولایت ته تللو او د الیشنګ او الینګار په درو کې به یې ښکار کاوه، ځکه په ژمي کې د کابل هوا سړه وه او لغمان او جلال آباد سیمو ملایمه او ښه اب وهوا درلودله.

د کلای سراج یا قلعة السراج تاریخی بڼ د امیر حبیب الله خان له خوا ددغه ولایت په مرکز مهترلام کې په ۵۵ جریبه ځمکه کې جوړشوی دی. علامه محمود طرزي په سراج الاخبار افغانیه کې د امیر حبیب الله خان له خوا د دغه بڼ د ودانولو ذکر او یادونه کړې ده او ویلي یې دي چې امیر حبیب الله خان د دغه بڼ د جوړیدو سره ځانګړې مینه درلودله. په دغه بڼ کې یوه کلا هم وه امیر حبیب الله خان یوه ښایسته ماڼۍ او یو ښایسته جومات هم پکې جوړ کړی دی. ددغه لوی بڼ شاو خوا مستحکم دیوالونه وو او لویدیزه دروازه یې د نغاره خانې په نامه یادیدله. د بڼ کلا څلور محافظتي برجونه درلودل چې د اړتیا په وخت کې د دښمنانونه د دفاع لپاره جوړشوي وو.

د بڼ شاوخوا د سروو او خرما ونې کرل شوې وې. په دغه بڼ کې ډول دول میوه دارې ونې لکه نارنج، لیمو، مالټې او ترنج ونې موجودې وي. په بڼ کې د ښایسته ګلانو او فوارو لپاره هم ځایونه جوړ شوي و و چې دغه بڼ ته یې ځانګړې ښکلا ور بخښلې وه. دغه کلا او بڼ په سقاوی اړو دوړ کې ډیر زیانمن شو. وروسته د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په وخت کې د امیر حبیب الله خان استوګنځي یا ماڼۍ نه د ښوونځي په توګه ګټه اخیستله کیدله. دغه بڼ وروسته د افغانستان د تیرو څلویښتو کلونو په جګړو کې نور هم له مینځه لاړ، خو د افغانستان اوسني حکومت پکې یو میلمستون ودان کړی دی.
لنډه دا چې د کلای سراج بڼ د لغمان یو تاریخي بڼ ګڼل کیږي.

لیکوال: ډاکټر لطیف یاد

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.