د لمر سترګې انرژۍ دبدن لپاره ګټه لری

که چیرې تاسو صحت مند پاتې کیدل او له مایکروبونو بچ کیدل غواړئ نو زیات وخت لمر ته کینئ .

دامریکا ساینس پوهانو ادعا کړی ده چې د لمر په وجه دانسان دبدن دفاعی نظام پیاوړی کیږی او له کبله یې داینفیکشنز(infections) پرضد په اقداماتو ترسره کیدا کښې مرسته کیږی .

دامریکا په جارج ټاون پوهنتون کښې په ترسره شوی تحقیق کښې ویل شوی دی لمر ته په کیناستلو سره یوې خوا ویټامین ډی(vitamin d) ترلاسه کیږی او په دې ډول د ټی سیلولونو (t- cells)کار هم ښه کیږی  او دغه سیلولونه په ښه ډول کار کوی .

دامریکا ساینس پوهانو وویل چې لمر په وړانګو کښې د شین رنګ د رڼا د کمیدا په وجه ټی سیلولونه په ښه ډول کار کوی او  دهایډروجن پر اکسائید په وجه ددغو سیلولونو کار نور هم ښه کیږی او هغه له بهر څخه دحمله کونکو مایکرونومخه نیسی .

دامریکا ساینس پوه ډاکټر جیرارډ وویل مونږ په دې خبره ښه پوهیږو چې دلمر په وجه ویټامین ډی جوړیږی کوم چې دانسان بدن ته بیلابیلې ګټې رسوی او مونږ  له دغه نوی کشف څخه معلوم دې نتیجې ته رسیدلی یوو دلمر سترګې رڼا یا انرژۍ د انسان دجسم لپاره بیخی زیاته ضروری ده .

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.