د لښتو زور کتلو روسته لنډيکوتل کې د مدرسې ملايانو د موسيقۍ سامان په سيځلو بخښنه وغوښتله
د خيبر ايجنسئ لنډي کوتل سيمه کې د مدرسي صديقيه خانقاه بنوريه منتظمينو د هغې روسته بخښنه وغوښتله چې تيره ور ورځ يې لنډيکوتل اشاخيلو کې د موسيقی په محفلونو حملې کړې وې او د هغه ځايه يې د موسيقي الات د ځان سره وړي او روسته سيځلی وو.
د دغې مدرسې زده کونکيو د موسيقۍ په محفلونو د حملونو په وخت په مخفل کې ناست کسانو سره وهل ټکول کړي وو او په هغوي يې د جهاد کولو ګواهونه کړي وو.
د دغې پېښې روسته پوليټکل ايجنټ د مدرسې ترهګر ونيول چې روسته هغوي بخښنه وغوښتله او دغه کار يې خپله خطا وګڼله, دوي يوه معافی نامه وليکله چې داسې کار به بيا هيڅکله ونکړي او د دولت په کار کې به کار ونلري.
موسيقی چې يو نارمل شۍ دی هيچا ته تاوان نه رسوي پښتنو سيمو کې ورته د جهالت په وجه ډېر په بد نظر کتل شي ولې د دغه مدرسې پرضد د حکومت ايکشن خلکو ستاينه کړې.
دی پشتون اېکسپرېس