د مالي فساد په تور د افغانستان د دفاع وزارت اته چارواکي لاس په لستوڼي ونیوی شول ليکوال نیوز ډسک نېټه Jul 18, 2017 142 0 د افغانستان د دفاع وزارت ځیني لوړرتبه چارواکي د مالي فساد په تور ونیوی شول. د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل چې د دریو جنرالانو په شمول د دغه هیواد د دفاع وزارت اته چارواکي د جعل، خُردبُرد او د خپل صلاحیت د ناوړې استفادې په تور له فساد سره د مبارزې د قضايي مرکزونو لخوا وینوی شول. د دغه رپورټ په اساس د دغو چارواکو لخوا خردبرد یا اختلاس شوې پيسې څه باندې یو میلیون او دوه لکه ډالر اعلان شوې دي. له اداري فساد سره د افغانستان د مبارزې قضايي مرکز له تیر یو کال راهیسې د هیواد د لوړپوړو پوځي او غیرپوځي چارواکو په شمول د سترو اداري او مالي فسادونو څارنه او پرې غور کوي. د روڼتیا د نړیوال سازمان لخوا د وروستي خپور شوي رپورټ له مخې افغانستان په حکومتي برخه کښې د فساد له نظره په نړۍ کښې په اتم نمبر دی 0 142 شريک