د ميلينونو ډالر تاوان روسته پی ائی اے نه غواړي نور امريکه ته پروازونه وکړي

د PIA جګپوړو چارواکو اعلان وکړ:دغه شرکت هرکال آمریکا ته د نیغ په نیغه الوتنو په وجه په لسګونو میلیونه ډالره تاوان پرې کوی خو ځینو هغو حکومتی چارواکو او سیاستواولانو چې د آمریکا ښاریزتوب یا په دغه هیواد کښې پاته کیږی،د خپل نفوذ په کارولو سره د دغو الوتنو د بندولو مخه نیولی ده.

هغوی وویل:د اکتوبر له ۳۱ مې نیټې به د پاکستان د هوائی چلن د شرکت په سیسټم کښې د آمریکا لپاره د ټکټ اخیستلو ځای ختم شی.

د پاکستان د هوائی چلن ملی شرکت د ۱۹۶۱ کال راهیسې تر اوسه پورې په اوونۍ کښې له کومې دمې پرته د آمریکا څلورو ښارونو ته نیغ په نیغه پینځه الوتنې درلودلی دی.

د افغانستان په اړه د آمریکا د نوی سټراټیژی په اعلانیدا پسې،دوه میاشتې مخکښې د واشنګټن او اسلام آباد اړیکې ترینګلی شوی دی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.