د ننګرهار په تورخم ښارګوټی کې لس ټنه امونیم نایټرېټ نیول شوي

دافغانستان په ختیځ کې د سرحدی پولیسو د لومړۍ لیوا قوماندان سمونوال محمد ایوب حسین خېل نن خبریالانو ته وویل ، کابو لس ټنه امونیم نایټرېټ سره چې په ۲۰۰ بوریو کې ځای شوې وه او په یو ې چکړې کې ئې د تورخم له لارې ننګرهار ته لېږدوله، سرحدی پولیسو ونیوله

د نوموړی په وینا  د دغو توکو د لېږد په تړاو یو تورن کس ملا جان چې د  خیبر ایجنسۍ  اوسېدونکی دی، هم نیول شوی دی.

پر امونیم نایټرېټ  د پخوانی  افغان ولسمشر حامد کرزی له خوا وروسته له دې بندیز  ولګېد چې وسله والو مخالفانو ترې په ماینونو کې کې استفاده پیل کړې وه

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.