د هندوستان پښتانۀ ليکوالان

هند ته دتاریخ په اوږدو کې ډیر پښتانه تللي دي او د دغه هیواد په بیلابیو سیمو کې میشته شوي دي . په دغو پښتنو کې ډیر لیکوال ، شاعران ، پوهان او دعلم او فضل خاوندان هم وواو هم شته.زه دلته په دغه لنډه شانته لیکنه کې تاسو ته دهندوستان هغه شاعران او لیکوال دروپیژنم چې پښتو ادب ته یې دقدر وړ خدمتونه کړي دي او پښتو ژبه ددوي دادبي خدمتونواو هلو ځلو پوروړې ده .
۱-اچرج سینګ هوړا د( هیر رانجها دکیسې ) پښتو لیکوال:
اچرج سینګ هوړا په اصل کې دپښتونخوا په مردان کې زیږیدلی و او دهند او پاکستان تر ویش وروسته چې په۱۹۴۷ زیږدیز کال کې ترسره شو دهتدوستان پلازمیینې ( ډیلي ) ته راغی . پښتو یې ښه زده وه او له همدې وجې دآل انډیاریډيو ډیلي په پښتو څانګه کې په کار وګومارل شو . دی وروسته په دې دنده کې تقاعد ( ریتایرډ ) شو. دی وروسته دهند دپنجاب دایالت په مرکز چندیګړ کې اوسیده او دتیرې پیړۍ په اویا یمو کلونو کې یې له دې پانی نړۍ سره خدای پاماني کړې ده .دده مهم کار چې په پښتو کې سرته رسولی دی دهیر-رانجها دداستان پښتو متن دی چې دده له خوا لیکل شوی دی.هیر-رانجها په اصل کې دپنجاب دفولکلوریکو کیسو نه ګڼله کیږي .ده نورې ډیرې پښتو لیکنې هم کړې وي .
۲- منو هر سینګ بتهرا :
ښاغلی منو هر سینګ بتهرا په هندکې دپښتو ژبې یو بل لیکوال دی چې دډیلي په ګریټر کیلاش کې اوسيږي . ده ډیر کلونه دآل انډیا ریډیوډیلي دپښتو په څانګه کې دنده ترسره کړې ده او دنوموړې څانګې مشر هم پاتې شوی دی. ده افغانستان ته ډیر سفرونه هم کړي دی او دپښتو ژبې په ډیرو نړیوالوسیمینارونو کې یې په رسمي ډول ګډون هم کړی دی. ښاغلي بتهرا په پښتو ژبې ډیرې مقالې لیکلي دي چې ځینې یې دهند او ځينې یې هم دافغانستان په پښتو مجلو او ورځپاڼو کې چاپ شوي دي . منوهر سینګ بتهرا ددې مقالې دلیکوال سره هم آشنا او دوست پاتې شوی دی او ما او ښاغلي بتهرا صیب دواړوپه ګډه سره یوه موده دهند دجواهرلال نهرو په پو هنتون کې دپښتو ژبې تدریس هم کاوه.
۳- روشن لال ملهوتره :
دی هم په هند کې دپښتو ژبې لیکوال و او دپښتونخوا په بونیر کې اوسیده .ده وروسته دآل انډیا ریډیوډیلي په پښتو څانګه کې هم کارکاوه او ددغې ریډيو دپښتو څانګې مشر هم پاتې شوی دی. ښاغلی ملهوتره زما سره آشناو او ماته یې وویل چې په پښتو ژبه کې یې ډیرې مقالې خپرې شوي دي او یو بل مهم کار چې ده پیل کړی و هغه دپښتو- هندي قاموس و.
۴- ولی محمد بابر:
دی هم په اصل کې دپښتونخوا نه هند ته تللی و او ډیره موده دآل انډيا ریډیوډیلي په پښتو څانګه کې ویاند ( نطاق ) و.ده هم په پښتو ژبې ډیرې لیکنې کړي دي .
۵- سیما :
داهم په آل نډيا ریډیو ډیلي کې دپښتو ژبې ویانده او دډیلي اوسیدونکې وه . په ۱۹۷۶ کال کې کابل ته راغله او دکابل پوهنتون دژبو او ادبیاتو په پو هنځی کې یې زده کړې کولې ، په پښتو ژبه ښه پو هیدله او ډیرې مقالې یې په پښتو ژبه لیکلې دي .
۶- محمد عاطف خان : 
دی په اصل کې دهند داتهر پردیش دلکنهو په پو هنتون کې دپارسي ژبې استادو ، خو په پښتو ښه پوهیده او دپښتو ژبې ښځینه شاعرانو تذکره یې له پښتو نه اردو ژ بې ته ژباړلې وه او ( پشتون خواتین شعراء)نومید او داکتاب یې چاپ کړی و . ده ماته وویل چې نیکونه یې ډیره موده پخوا دافغانستان دغزني له ولایته هند ته راغلي وو او دهند داتهرپردیش په ایالت کې میشته شوي وو.ده په ډیلي کې په یوه سیمینار کې خپل دغه کتاب ماته راکړ ، خو له بده مرغه زمانه ورک شو.
۷- ثنا ء الله خان یوسفزی:
دی په اصل کې یوسفزی پښتون دی چې دهند دکشمیر په ایالت کې زیږیدلی دی او په ډیلي کې اوسیږي .دده پلرونه اونیکونه دپښتونخوا نه د کشمیر سیمې ته راغلي وو. ده دزیاتې موړې لپاره دآل انډیا ریډیوډیلي په پښتو څانګه کې کارکاوه او ددغې څانګې مشر هم پاتې شوی دی. دی دپښتو ژبې یو تکړه محقق دی. ده په کابل کې دپښتو ژبې په نړیوالو سیمینارونو کې هم په رسمي توګه ګډون کړی دی . دده ډیرې مقالې دافغانستان او هند په ورځپاڼو او مجلو کې چاپ شوی دي . 
۸-ارواښاد خان غازي کابلی :
دی هم دپښتو ژبې لیکوال و . دده پلرونه له افغانستانه هندوستان ته راغلي وو او دی په زاړه ډیلي کې اوسیده . دی پر پښتو او پښتونوالې مین انسان و.دده یو مشهور کتاب ( ډیلي دپښتنو په وخت کې ) نومیږي چې په اردو ژبه یې لیکلي و او په ۱۳۳۸ لیږدیز کال دپښتو ټولنې له خوا دارواښاد عزیزالرحمن سیفي له خوا دافغانستان دخپلواکۍ د ۲۴ کالیزې په ویاړ په پښتو وژباړل شو او په هماغه کال دکابل په دولتي مطبعه کې دزرو ټوکو په شمیر چاپ شو.
په هند کې دپښتو ژبې نور لیکوال او شاعران هم شته چې په راتلونکي کې به یې آغلو او ښاغلو لو ستونکو ته وروپیژنم.
ليکوال: ډاکټر لطيف ياد

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.