د هند د خپلواکۍ ستر مبارز نیتاجی سبهاش چندر بوس په افغانستان او پښتونخوا کې

نیتاجی چندرابوس د ۱۸۹۷ زیږدیز کال د جنورۍ دمیاشتې په ۲۳ نیټه دهند دبینګال ایا لت دکیوټک په ولسوالۍ کې زیږیدلی دی .دپلار نوم یې جناکی نات و چې دوکالت دنده یې درلودله او دمور نوم یې پرابوتي دیوي و. نیتاجي خپلې لو مړنۍ زده کړې دخپلې سیمې دسټیوارټ په ښوونځي کې سرته ورسولې او بیا د روین شاو کالیګټ ښونځي کې یې داخله وکړه.وروسته بیا دریزیډینسی کالج ته لاړ خو د دنیشنلیسټی افکارو په وجه دنوموړی کالج نه وایستل شو . نیتاجی بیا ورو سته لند ن ته لاړاو دفیټز ویلیم په کالج کې یې چې دکمبریج دپو هنتون پورې یې اړه درلودله خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه .
نیتاجی چندر بوس وروسته بیا خپل هیواد هندوستان ته راستو ن شو او آل انډیا کانګریس د ګوند دځوانانو دبرخې دمشر په توګه یې دنده سرته رسوله.
وروسته دخلکو له خوا نه دکلکتې دښار دښاروال په تو ګه وټا کل شو.ډې لپاره چې نیتاجي د انګریزانو ضد روحیه درلودله نو په هغه وخت کې چې انګریزانو پر هندو ستان راج چلاوه په ۱۹۲۵ زیږدیز کال کې د ډوو کلونو لپاره په جیل کې واچول شو . په ۱۹۳۰ زیږدیز کال کې یې اروپا ( یورپ ) ته سفر وکړاو په ایټالیې کې یې د مو سو لیني سره هم لیدنه کتنه وکړه .
نیتاجي چندربوس په ۱۹۲۰ زیږدیز کال سیاست ته دانګلي و او دانګریزانو نه یې ژوره کرکه درلودله .نو موړی یو رښتینی نیشنلیسټ وچې خپل هیواد او خپل خلک ورباندې ګران وو او غوښتل یې چې دوسله وال پاڅون له لارې دپیر نګیانو سره چې ډه هیواد یې نیولی و مبارزه وکړي .دی بیا دانګریزانو له خو ا دخپلو انقلابی کړو وړو په وجه ونیول شو او په جیل کې واچول شو .
نیتاجي چندر بوس کلکتې نه دپښتونخوا او افغا نستان په لور حر کت کوي :
ورو سته تر هغه چې نیتا جي دانګریزانو دجیل نه خوشي شو نو د۱۹۴۱ زیږدیز کال دجنوري دمیا شتې په ۱۵ نیټه چې د جیل نه دخوشی کیدو نه یې یوازې (۴۰ ) ور ځې تیرې شوې وې په کلکته ګې په پټه د خپل کور نه د دکلکتې اورګاډي دسټيشن خواته لاړ او دپيښتونخوا دمر کز پيښور لور ته یې حرکت وکړ.هغه خپل نوم بدل او ضیاء الدین نوم یې پرځان کیښود ، ځکه ویریده چې انګریزان یې ونه نیسي .نو موړی تر ډوو ورځووروسته یعنې دجنورۍ دمیاشتې په (۱۷) نیټه پیښور ته ورسید.
نیتاجی چندرابوس دپښتونخوا په مرکز پیښور کې :
کله چې نیتاجي پیښور ته ورسید نود پيښور پښتنو او هندوانو انقلا بیونو داورګاډي په تمځي ( سټيشن) کې د نیتاجی تود هر کلی وکړ . وروسته دی یو څو ګینټي دپيښور د تاج محل هوټل په شپږم نمبر کوټه کې پاتې شو او بیا دآباد خان کره چې دپيښور دپیر پا یې او سیدونکی و لاړ.په دغه وخت کې دپیر نګیانو پر خلاف په پیښور کې ( دنوجوان بهارت سبها ) انقلابی سازمان یا ټو لنې مشري کاکاجي صنوبر حسین مو مند ته ورپه غاړه وه اوپه دغه ټولنه کې چې کاکاجي په۱۹۲۷ زیږدیز کال کې جوړه کړې وه دکاکا جي صنو بر حسین مو مند په څير نور انقلا بیا ن لکه: عبدالرحمن یو سفزي، عبدالعزیز خان خو شباش،آبا د خان ،اکبر شاه او محمد شاه هم غړیتوب درلود.او دسرفروش په نامه یوه اوه نیزه یې هم چاپو له .
انقلابی پښتنو په پیښور کې دسوبهاش بابوښه میلمه پالنه وکړه او کابل ته یې دتلو لپاره یو تن هندو چې بهګت رام نو مید او دآبا د خان ډوستانو نه ودتګ بندو بست وکړ.دوی په بګهت رام باندې درحمت خان نوم کیښود چې ګواکې دی دنیتاجی چندرابوس ( ضیا ءالدین ) کشر ورور دی او دا ډې لپاره و چې په لاره کې دوی د کوم خطر سر ه مخا مخ نه شي.دپيښور انقلابیانو دسو بهاش بابوته دپښتنو لوی پرتوګ ، پراخ کمیس، واسکټ، پښتنی غټه پګړۍ او څپلۍ راوړې او دوی سوبهاش بابو او دهغه دلارې دملګري بهګت رام سره خدای پاماني وکړّه.
نیتاجي دپيښور نه جلال آباد ته ځي :
نیتاجي په پیښور کې دانقلابیونو سره خدای پامانی وکړه او دبهګت رام ( رحمت خان) په ملګرتیا دپيښوره دجلال آباد پر لورې وخوځیدل. بهګت رام په پښتو ژبه ښه پو هیده او دري ژبه هم ورتله.همداراز آباد خان څو تنه نور پښتانه هم دنیتاجي په بدرګه کې ولیږل څو دوی دپولې نه تیر کړي چې په لاره کې څوک ورته ستونزې پیدا نکړي.هغه دخیبر او مومندو له لار ې نه افغانستان ته پورې ووت او دلعلپورې دخان نه یې دراهدارۍلیک هم تر لاسه کړ.بیا نیتاجي دبهګت رام په ملګرتیالومړی دهډی کلي ته چې دجلال اباډجنوب په اته کیلو مټرۍ کې پروت دی ته ورسید او هلته یې شپه تیره کړه او بیا یې ځان د جلال آباد ښار ته ورساوه. نیتاجي په جلال آباد کې د خپل تم کیدو په موده کې دسره رود دسیمې مرکز سلطانپور ته هم لاړ.
نیتاجي له جلال آباده ته کابل ته ځي :
نیتاجي ورسته له جلال آباده دکابل خواته روان شو. دژمي موسم او هواسړه وه . دی د جلال آباد نه په موټرکې روان شواو دلته بند پر لاره یې یو شپه په هو ټل کې تیره کړه او پرسبا یې دکابل پر لور حرکت وکړاو کابل ته ورسید.هغه پښتانه چې آباد خان دپيښوره ورسره لیږلي وو تر کابله پورې یې نیتاجي بدرګه کړ.
نیتاجي کابل ته ورسید:
کله چې نیتاجي کابل ته ورسید نو هغه پښتانه چې له پيښوره ډه سره ملګري وو دنیتاجي سره خدای پاماني وکړه او یوازینی کس چې دنیتاجي سره پاتې شو هغه بهګت رام ( رحمت خان ) و. کابل په هغه وخت کې ډیر سوړ و ځکه ژ می و، نیتاجي دبهګت رام په ملګرتیا دوه شپې او ورځې په یوه کار وانسرای کې تیرې کړې او په دریمه ورځ یې اوتم چند پیداکړ.
اوتم چند څوک و:
کله چې د۱۹۳۰ زیږدیز کال داپریل په ۲۳ نیټه انګریزانو دپيښور په قصه خوانۍ بازار کې ګولۍ وچلولې نو ډیر شمیر خدایي خدمتګاران شهیدا ن شول او ډیر شمیر یې جیلونو ته واچول شول.په دغه وخت کې اوتم چند هم په پيښور کې د( نوجوان بهارت سبها) دانقلابی ټو لنې سیکریټري و هغه هم بندی شو او تر بند وروسته بیا کابل ته راغی او په کابل کې اوسیده.
کله چې لومړی ځل بهګت رام او اوتم چند سره ولیدل نو بګهت رام ورته ځان داسې ور وپیژاند: (زما نوم بګهت رام دی، زه دمردان دکله ډهیر دسیمې اوسیدونکی یم.چا چې په لاهور کې دانګریزانو پر ګورنر ډزه وکړه هغه زما ورورو. اوتم چند ورته په ځواب کې وویل :چې په کله ډهیر کې زما تره او خسر ( سخر ) اوسیږي).
وروسته بګهت رام . اوتم چند ته دنیتاجی دراتګ کیسه ټوله بیان کړه او اوتم چند نیتاجی او بګهت رام خپل کورته وروبلل .اوتم چند په کابل کې دریډیو خرڅولو دوکان درلود او کوریې د کابل دزاړه ښار په هندو ګذر کې و چې اوس نوموړی کور د کیشن چند لونډا ملکیت دی او دکیشن چند سوداګریز دوکان دهزارګل په سرای کې و.
اوتم چند خپل ډوکان شاګرد امر نات کورته ولیږه څو چې میر من یې دسوبهاش بابو او بهګت رام لپاره دډودۍ دپخولو بند وبست وکړي او ډوی دراتګ لپاره داوسیدلو خونه چمتو او آماده کړي.
په کابل کې داوتم چند په کور کې تر دریو ورځو تم کیدو وروسته نیتاجي یو جر مني سوداګر ته چې نوم یې هر تها مس ویو لیک ولیکه او داو تم چند په لاس یې هغه لیک په کابل کې دایټالیې( اټلي) سفارت ته ولیږّ ه.ورو سته په کابل کې دایټا لیی دسفیر میر منې نیتاجي ته یو لیک واستاوه اوورته ډاډ یې ورکړ چې موږ ډې په لټه کې یو چې تا دکابله روسیې او درسیې پر لاره تا بر لین ته ولیږو.
د ۱۹۴۲ زیږدیز دمار چ په میاشت کې وروسته تر هغه چې نیتاجي په کابل کې داوتم چند په کور کې (۴۰) شپې اوورځې تیرې کړې دیو جرمنی او ایټالوي په ملګرتیا یې دروسیې خواته دګادي (موټر ) په ذریعه سفر پیل کړ.لو مړی دافغانستان پلخمري او بیاله هغه ځایه مزار شریف ته لاړاو له هغه ځایه دروسیې هیواد ته لاړاو ځان یې په اورګاډي کې مسکو او له هغه ځایه په الوتکه کې برلین ته ورساوه.
ده زیات شمیر اروپایې هیوادونو ته سفرونه وکړلاو په اروپا کې يې د (آزاد هند پوځ) بنسټ کیښوداو ډغه سازمان رهبري یې کوله. وروسته هغه په اوبتله ( تحت البحري ) کې جاپان ته لاړ او د۱۹۴۵ کال دآګست تر میاشتې وروسته ډه دمړینې او ژوند په اړوند هیڅ پته نشته .
دا دیو ستر انقلابی او نیشنلیسټ دژوندانه یولنډ یو نلیک و چې ګرانو لو ستونکو ته مې وړاندې کړ.

لیکوال : ډاکټر لطیف یاد

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.