د هند د فوځ قوماندان: فوځ له پاکستان او چین سره په یو وخت جنګ ته تیار دے
د هند د فوځ قوماندان وویل: د هند فوځی ځواکونه له پاکستان او چین او یا له کورنیو عواملو سره په یو وخت او ګڼ شمېر جنګونو لپاره په بشپړه توګه تیار دے.
د ایرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې جنرل بیپین راوټ نن وویل: فوځ له تیارۍ سره سره له جنګ او تاوتریخوالی څخه د مخنیوی لپاره یو لړ لارې چارې په خپله اېجنډا کښې ګرځولی دی.
د هند د فوځ مشر پاکستان په کشمیر کښې د ناارامیو د رامنځته کولو لپاره له سوشل مېډیا څخه په ناوړه استفاده تورن کړ.
د هند د دفاع د وزارت ویاند هم وویل چې د هند پوله ساتونکو ځواکونو اوۀ تنه وسله وال ځواکونه چې تېره هفته یې له پاکستان څخه جمو او کشمیر ایالت ته د نفوذ اراده لرله ووژل.
د هند د دفاع د وزارت ویاند د دې په بیانولو سره چې وسله والو ځواکونو په روان کال کښې دویشت ځل له پاکستان څخه د هند خاورې ته د نفوذ کوشش کړے څرګنده کړه چې د هند فوځ په دغه موده کښې پینځه دېرش وسله وال ووژل.