د هند سره په کنټرول لاين د ماشوم وژل کيده په شخړه پاکستان د هند لوړرتبه سفير وباله

د پاکستان خارجه وزارت د کشمیر په کنټرول کرښه کې د هندي ځواکونو په ډزو په اعتراض کې په اسلام اباد کې دهند سفیر وروباله .

 د پاکستان د خارجه وزارت د جنوبي آسیا د چارو د برخې مشر محمد فیصل د کشمیر په کنټرول کرښه کې د هندي ځواکونو له خوا د یوې پاکستانۍ ماشومې  د وژل کیدو په اعتراض کې د پاکستان اعتراض  جي پي سنګ ته ورسوه.

د کشمیر په کنټرول لاین کې د هندي ځواکونو په وروستیو ډزو کې  یوه اته کلنه ماشومه مړه او یو کس ژوبل شوی و.

د پاکستان خارجه وزارت همداراز له هنده وغوښتل چې د کشمیر په کنټرول لاین کې د  اوربند پرله پسې خلاف ورزي بنده کړي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.