د هند عدالت پخپل هيواد کې همجنس بازانو ته قانونی اجازه ورکړه

د بی بی سی پښتو د راپور په اساس په یوه تاریخي پرېکړه کې د هند سترې محکمې په هېواد کې د همجنس خوښوونکو هغه قانوني عمل اعلان کړ، چې د خپل جنس جوړوې جنسي اړیکه پکې قانوني شوه.

قاضي د همنوغۍ په اړه د استعمار د وخت لانجمن قانون غیر منطقي او جبري وباله.

پنځو قاضیانو په یوه خوله هغه پرېکړې ته د پای ټکی کېښود چې همجنس خوښي يې یو غیر طبیعي جرم باله.

دغه مادې ته درېمه فقره اوه اوه وايي.

دغه حکم د ۲۰۱۳ کال د قضاوت حکم لغوه کوي چې د استعمار مهال ۳۷۷ قانون یوه برخه بلل کېده. په هغه قانون کې همجنس غوښتنه (غیرطبعي سرغړونه) بلل کېده.

دا د نړۍ یو له پخوانیو قوانینو وو چې همجنس غوښتنه یې جرم باله او هند یې ليرې کولو ته لېوالتیا نه لرله.

د حکم تر صادرېدو وروسته له محکمې بهر کمپاین کوونکو چیغې نارې وهلې او ځینو یې اوښکې تویې کړې.

د محکمې قاضي ډیپک مشرا د خپل قضاوت د لوستلو پر مهال وویل، د جنسي اړیکو ټینګولو جرم بلل غیرمنطقي، خپلسري او په څرګنده توګه غیر قانوني دي.مشر قاضي او د پنځو قاضیانو فیصله کې وویل شول، چې “د بالغو همجنس خوښوونکو کسانو ترمنځ پخپله خوښه جنسي اړیکه نیول نور جرم نه دی.”

د هند همجنس غوښتنې او جنسیت بدلوونکو ټولنو اوږد مهاله مبارزه وکړه چې ۳۷۷ ماده لېرې کړي چې له مخې یې د غیر طبعي جنسي اړیکو قانون سرغړونکو ته د لس کاله زندان حکم ټاکل شوی و.

د برابرو حقونو غوښتونکي فعالان په دې باور وو چې د دغه قانون شتون د جنسي غوښتنو سره توپیري چلند دی. دوی په وار وار ویلي وو دغه قانون د هغو کسانو لپاره ځوروونکی دی چې همجنس خوښي LGBT دي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.