د هوګې استعمال د لسګونو ناروغیو مخه نیسی

 هوګه(Garlic) دخدای پاک په هغو نعمتونو کښې راځی چې نه یوازې زمونږ ډوډۍ خونده ورې کوی بلکې مونږ له ډول ډول ناروغیو څخه هم ساتی .

ډاکټران وایی انسان له تیرو اوو زرو (۷۰۰۰)کلونو راهسې هوګه استعمالوی .

هوګه په ډوډیو سربیره ددرملو او دوایانو په جوړولو کښې هم استعمالیږی .

دیوه راپور پراساس د هوګې استعمال د لسګونو ناروغیو مخه نیسی .

هوګه د وینې د بهیر دچټک کولو لپاره ډیره ګټه لری .

هوګه دانسان دبدن د رګونو په خلاصولو کښې ډیر اغیز لری .

تاسو به د هوګې د استعمالولو د ګټو په اړه ډیرې خبرې اوریدلی وی او  په یقینی ډول به تاسو هوګه په ډوډۍ کښې هم استعمالوی خو دغه خبره به درته نه وی معلومه چې هوګه تر بلښت لاندې کیږدول هم ډیره زیاته ګټه لری .

که چیرې تاسو د شپې په وخت له سکون ډک او ښه خوب او ویده کیدل غواړئ نو تر خپل بلښت لاندې هوګه کیږدوئ او تاسو ته به ښه خوب درشی .

ډاکټران  وایی هغه کسان چې خوب یې خراب وی نو ددغه دمشکل د حل کولو لپاره دغه روده ډیره اسانه ده چې د خپل بلښت لاندې هوګه کیږدوی .

دهوګې بوې دانسان په اعصابو اغیز اچوی.

هوګه د انسان عصاب له بې چینۍ او له مفی څپو پاکوی او هغه له سکون ډکوی .

که چیرې تاسو هم په ویده کیدا یا خوب کښې کوم مشکل لرئ  او  دخپل خوب ښه کول  غواړئ نو یوه هوګه له پوټخکی سره یوځاې تر بلښت لاندې کیږدوئ او وده شئ او بیا د هغې کمال وګورئ .

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.