د ولسی جرګې د مشر د مالی فساد په اړه ارګ ماڼۍ پلټنې کوي

په مالی فساد د افغانستان د ولسی جرګې د مشر له تورنېدو وروسته د دغه هېواد د ولسمشرۍ ارګ ماڼۍ اعلان وکړ چې څوک هم د قانون په خلاف عمل وکړی ترتعقیب لاندې به راځی.

د افغانستان د ولسمشر ویاند د دفتر مشر شاه حسین مرتضوی په کابل  کښې په یو اخباری کانفرنس کښې د ولسی جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمی او د دغې ادارې د دارالانشاء د مشر لخوا د میلینونو افغانو د خورد برد کولو په اړه وویل: قضائی ادارې به له دغه اقدام سره مقابله وکړی.

همدارنګ د افغانستان د ولسی جرګې یو شمېر غړیو د دغې  جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمی او د دارالانشاء د مشر خدای نظر نصرت لخوا مالی فساد د دغه هېواد د ولسی جرګې په تاریخ کښې یو خیانت او تور داغ وبلۀ او د هغوی د څنګته کېدو غوښتنه یې وکړه.

د افغانستان د ولسی جرګې غړیو عثمانی فراهی او عبدالرحیم ایوبی د دغې جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمی په څنګته کېدو تاکید وکړ.

د ولسی جرګې وړومبی مرستیال همایون همایون هم وویل په دغه جرګه کښې مالی فساد ظلم دے او څارنوالی پکار دی د دې موضوع تحقیقات وکړی.

د افغان ولسی جرګې او دارالانشاء مشرانو تر اوسه د دغوتورونو په اړه ردعمل نه دے څرګند کړے

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.