د يمن په مسلمانانو د سعودی عرب مرتد فوځ قيامت جوړ کړی, دوه کاله کې دولس زره شهيدان
دیمن په حجه ولایت د سعودی عربستان د جنګی الوتکو په بیګا حملو کښې پینځه(۵) ملکیان مړه او یوشمیر نور هم ژوبل شول .
دسعودی عربستان جنګی الوتکو په یوې(۱) هستوګنې سیمې حملې او بمبارې کړی دی .
سعودی عربستان د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې قدرت ته دپخوانی استعفا شوی او تښتیدلی ولسمشر عبدربه منصور هادی د ستنولو په پلمه په دغه هیواد پوځی تیریو ، حملو او کلابندۍ ته دوام ورکړی دی او له کبله یې تراوسه څه دپاسه دولس زره(۱۲۰۰۰) بې ګناه خلک وژل شوی ، په لسګونو نور ژوبل شوی او په میلیونونو کډوال شوی هم دی .
د سعودی عربستان پوځی تیری د یمن بې وزله هیواد دغه راز د درملو اوخواړو له سخت کمښت سره مخ کړی دی