” د يونيسکو ادارې ” اسلام د سولې دين په اړه خپل سرټيفکيټ جعلی وبللو
د یو څه مودې راهسې په پیسبوک کې د یو شمیر اسلامي پیجونو څخه د اقوام متحده د ادارې ” یونیسکو ” په نوم یو سرټیفیکټ یا سند خپريږي چې پکې لیکل شوي ” اسلام د نړۍ تر ټولو پرامن مذهب دی”.
د دغه سرټیفیکټ په اړه د پاکستان سرکاری ریډیو هم یو ټویټ کړی او دغه سند یې خپور کړی چې ګو که د اقوام متحده اداره یونیسکو د اسلام په اړه داسې وايي.
بلخوا ” یونیسکو ” پخپل یو بیان کې دغه سرټیفکیټ یا سند جعلی ګرځولای، او وئیلي یې دي چې داسې کوم سند یې هیڅکله نه دی جاری کړی. او دغه یو جعلی سند دی.
” یونیسکو” د اقوام متحده یو اداره ده چې تعلیم او ثقافت په اړه کار کوي.