د يو طبيب اخلاق طبيعي کرکتر اوکلتور // ياسين صحرايی

د نړۍ دليکوالو په آثارو کې ذکر شوي دي چې طبابت دقهر مانيو يوکار دى اودثبات، متانت، روانى ستر والى اوداندېشو دپاکوالى مستلزم دى، چې دعقل له نظره صريح او د اجتماعي برخورد له نظره عادل او دفزيکى له نظره نظيف وي. ځکه ننۍ طبيب نه يواځې دنده لري چې خپل شخصي پوهې ته ارتقا ورکړي بلکې هم دځان لپاره اوهم نورو ته د ښوونې او روزنې، کلتوراو فرهنګ، روغتيا او باسعادته ژوندلامل وي. يعنې طبيب بايد دنمونې مثال معيار وي او خپل محيط اوماحول ته دنيک کر دار او په ټولنه کې دحميده اخلاقو سره مشق وي.

روښان فکر( روڼ اندي) لاتيني inteligo کلمې څخه اخيستل شوى اوکلتور دتربيت اويا فرهنګ مانا ارايه کوي چې په واقعيت کې دواړه په يوځاىي شکل يو واحد تعبير ارايه کوي په دې توګه ديو طبيب عمومي کلتور خاصه په دى ډول تفسير کړيدى. دنظر وسعت، دپوهې دسطح لوړوالي سره علاقه ولري او هغه طبيب چې يواځې دخپل مسلک سره سروکار لري په حقيقت کې يو ساده کاسب دى، ځکه څنګه چې لازمه ده د ژوند ټول اړخونه فقط ديوې تنګۍ مسلکي زوايې په چوکاټ کې ګوري. د انسانانو دنيک بختۍ ژوند په خاطر مبارزه بايد په خلاصو سترګو نظر واچوي، انسانانو درک کړى او په ټولو مواردو کې دهغوى سره مينه لري.

ديادولو وړ ده چې نن ورځ طبابت په چټکۍ سره مخ په وړاندې روان دى نوځکه د متداوله علومو لکه رياضي، کېميا، فزيک، سوسيالوژي، اونورو زده کړه ضروري بريښي، خوکه يو با کلتوره طبيب نه غواړي چې نوموړى علوم يې زده وي، نولازمه ده چې اساسي پرنسيبونه اولاس ته راوړنې يې له پامه ونه غورځوي ، خصوصاً هغه طبيبان چې په مختلفو ساحو کې په علمي تحقيقاتي مطالبو باندې مصروف دى، لازم دى چې دعلومو متقابلو تاثيراتو باندې پوه وي اودهغو څخه ګټه واخلي، ځکه چېرته چې مختلفې رشتې سره په تماس کې وي هلته دپرمختګ اوپراخوالي ټکې موجود وي چې په هغو کې دپوهې نوې افکار سره را پورته کوي.

په دې توګه باکلتوره انسانان بايد دنړۍ ښايسته توب، عالي افکارو او انساني احساساتو سره معرفت او آشنايي ولري. په همدې ارتباط يو باکلتوره انسان خصوصاً يو طبيب پوهېږي چې خارجي ډېر سخت تنبهات دهغو له جملې څخه صوتي تنبهات پر عصبي سيستم باندې ناوړې اغېزې اچوي او په مقابل کې طبيعي خواږه او په زړه پورې آوازونه زيانمنۍ کموي.

ځينې طبيبان ځکه دستاينې وړ دي چې په فعاله توګه خپلو علمي مسلکي نظرياتو اوخاصتاً علمي او مترقي افکارو ته تکامل ورکوي او په محتاطانه اوعيني شکل نوې عيني پديدو سره برخورد کوي، او پخپل مسلک او ټولنيزي پوهنې( جامعه شناسي) علم باندې په کافي اندازه مسلط وي اودخپل مسلکي پوهې په ارتقا کې کوښښ کوي دروشنفکرى ( روڼ اندي) عالي سويه ولري او قادر وي ترڅودژوند ټولې پديدې دطبابت په هکله درک کړي.
هغه څه چې دطبيبانو ورځنې پراتيک اوعمومى کلتور باندې مهم رول لري هغه انساني، اجتماعي، دندې ، فاميلي، شخصي اړيکې او دنورو مراعاتول دي او دعمومي قواعدو په وړاندې دهر ډول تخلف څخه په واضع اوپربنډ شکل ځان ساتي.

په کلتور باندې دپوهاوي نه لرل او هغه نه مراعاتول، اودکلتور نه لرل ممکن په ورځنې عادى حالاتو کې لکه دکور په چاپېريال کې، دپولي کلنيک په محيط کې، په ديپارتمنت کې، دهيلزونه، دباغ په ساحه، چمن، دفتر اداره ، مغازه، ښوونځى، ډوډۍ خوړلو خونه، ډوډۍ پخولو مواردو په نظر کې ونه نيسي اوهېڅکله دکار نواقصو ،کردار او رفتار، خشونت،بې نظافتي، او خپل لباس ته توجه نه لري، اوخپل نامطلوب سر او وضعي ته اجازه ورنکړي.
دنړۍ په مترقي هېوادونو کې ډېر زيات مطالب لکه دبرخورد د طرز په کور کې، ټولنه، رستورانت، سيمينار، دکار محل، په کلي او ښار، کتابتون اونشراتو کې وجودلري چې بايد د دغونشراتو اومطروحه قواعدو سره په کامله توګه آشنايي ولري او هغه څنګه چې لازمه ده او د ټولو له خوا قبول شوى دى په عمل کې پياده کړي.

په آثاره کې راغلى دى ډېر ښه شخص هغه ته ويل کېږي چې با نزاکته، بآ ادبه، متواضع، فروتن او د محسناتو خاوند وي او برعکس نامطلوب هغه شخص ته ويل کېږي چې متکبر ، خود خواه، دځان څخه راضى ، بې ا دبه ، بې نزاکته ،حسود او احمق وي.

بايد ياده ونه باسو چې دهر طبيب دکلتور عالي سطحه د اخلاقو موازينو سرشت سره مستقيمي اړېکې لري. په دې هکله ديو اروپايي مشهور فيلسوف طبيب بيګان سکى خبرې چې وايي: هغه کسان چې ښه انسانان نه وي ، ښه طبيب هم نشي کېدلاى، تر ټولو دمخه هغه سړي ته ښه شخص ويلاى شو چې دخلکو مقابل کې صاف نيت ولري، خير خواه وي،دخلکوغم، درد اوخوشحالي احساس کړي او که ضرورت وي دعمل اوخبرو له لارې دکوم پاداش ځينې دخلکو سره مرسته وکړي.

دانسان سره علاقه او انسان دوستۍ، پراخ تندى او دخندا څخه ډکه خوله هغه او صاف دي چې طبيبان يې بايد په نظر کې ونيسي، ښه معاشرت اونږدى اړيکې دناروغ سره بې له شکه دهغه په روغېدو باندې تاثير لري اوهېڅوک له مور څخه نړۍ ته طبيب ندى راغلى، ځينې انسانان غير مناسب اوځينې بې له عيبه او باکفايت وي. مونږ هر يو په عمومي تعليماتو کې نواقص اويا په خپل فکري سيستم کې خلاوې لرو، کله کله داسې هم کېږي چې مونږ يوکار کوو چې نه بايد هغه مو کړى واى.

که نور خلک زمونږ نيمګړتياوې اوخطاګانو ته متوجه نه شي، نو مونږ بايد پخپله هغو ته توجه وکړو او دځان څخه يې ليري کړو، ټول نامطلوب اوخراب فکرونه بايد له ماغزو وباسو او دهغو سره په منطقې او شعوري توګه مبارزه وکړو. اصل مطلب اوخبره داده چې دټولنې ننۍ او دسبا ورځنې طبيب داسې تربيه کړو چې د يو طبيب ټول خصلتونه او مسؤليتونه دځان سره ولري، دهغه نه په غير مونږ په انسان د خپل ارزو مطابق داسې تربيه کړو چې در دناکه او عبرت انګيزه آينده به په راتلونکى کی ولری.

ليکونکی : یاسین صحرایی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.