د پاکستان استخبارات د مذهبی ترهګر ګوندونو پټ ملاتړ کوي

د پاکستان د پيپلز پارټۍ یو مشر او د دغه هیواد د سینیټ غړي فرحت الله بابر له ترهګرو او منحل شویو ډلو د پردې ترشا قدرتونو د ملاتړ په لړ کښې دې حساسې مسئلې ته د پام اړولو په موخه سینیټ ته یو اعتراضي لیک وړاندې کړ او ویې ویل چې غواړي د کورنیو چارو د وزارت پام دې مسئلې ته واړوي چې یو پټ اطلاعاتي ارګان د ترهګرو ملاتړ او ساتنه یې کوي.

له بلې خوا د افغانستان د ولسي جرګې غړي حاجي ظاهر قدیر پرون د دغې جرګې په ډاګیزه غونډه کښې د خپل هیواد ختیځ ولایتونه په تیره بیا ننګرهار چې مخکښې د امن کور نومول کیده اوس حتی د دغه ولایت د مرکز ننګرهار په شمول ټولې ولسوالۍ یې ناامنه شوې دي. هغه حکومت ته په خطاب کښې وویل چې د هیواد امنیتي وضعې ته پاملرنه وکړي ګني لرې نه ده چې اتیا سلنه سپین بیرغونه (طالبان) په تورو بیرغونو (داعشیانو) بدل شي. هغه خبرداری ورکړ چې که حکومت څه نه کوي نو دوي مجبور دي چې خپله لاس په کار شي. حاجي ظاهر قدیر همداشان وویل: د مخالفو وسله والو فعالیتونه د یوې پلان شوې طرحې په اساس پرمخ بیول کیږي.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان په ننګرهار، غزني، زابل، هلمند، سرپل او فاریاب ولایتونو کښې د داعش ترهګرې ډلې د شتون په هکله رپورټونه ډیر مخکښې خپاره شوي دي.

داعش ډله د افغانستان په ختیځو ولایتونو کښې چې له پاکستان سره ګاونډ لري، متمرکزه شوې او د پاکستان له ترهګرو ډلو سره چې د خیبر، باجوړ او تیراه په قبایلي سیمو کښې اډې لري، تړاو لري. او د پاکستاني سینیټر فرحت ا… بابر په وینا د دغه هیواد د حکومت لخوا ړنګې شوې ترهګرې ډلګۍ هم په ډاګه خپل فعالیت جاري ساتي. هغه څرګنده کړه چې مولانا مسعود اظهر سره له دې چې د ملګرو ملتو لخوا بایکاټ شوی او بندیز پرې لګیدلی دی، د یوې استخباراتي ادارې لخوا یې ساتنه کیږي.

د پاکستان د سینیټ دغه غړي چې د پیپلز پارټۍ یو مهم مشر هم دی، وویل: پس له دې چې د افغانستان د طالبانو له پخواني مشر ملا اختر منصور سره پاکستانی شناختي کارډ وموندل شو، باید په پاکستان کښې د ټولو طالبانو او د هغوي د ساتونکي په هکله تحقیق شوی وی. هغه دا پوښتنه مطرح کړه چې د یوې منحل شوې ډلګۍ (چې اشاره یې سپاه صحابه ته وه) کاندید له این-ای-۱۲۰ حلقې څخه په ضمني انتخاباتو کښې د چا په اجازې سره ګډون وکړ او آیا دا کار د قانون خلاف نه دی؟ هغه همداشان وویل چې د کورنیو چارو وزارت په انتخاباتي تبلیغاتو کښې د منحل شویو ترهګرو ډلګیو د خبرپاڼو او پوسټرونو خلاف هیڅ اقدام ونه کړ.

دا په داسې حال کښې دي چې د اینټیلي جنس بیورو (آيي، بي) په نوم د پاکستان د اطلاعاتي ادارې یو افسر ملک مختار څه موده مخکښې د اسلام آباد په ستره محکمه کښې د یو درخواست په وړاندې کولو سره د آيي، بي لوړرتبه افسران د ترهګرو په ملاتړ تورن کړل او د پاکستان د استخباراتي ادارې (آيي، ایس، آيي) لخوا یې په دې هکله د سمدستي تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

د اینټیلي جنس بیورو معترض افسر ملک مختار احمد شهزاد پخپله درخواست کښې په ډاګه ویلي دي چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې یې له ازبکستان، افغانستان، سوریې او هندوستان هیوادونو په شمول د بهرنیو ترهګرو په هکله ګڼ پټ رپورټونه لوړرتبه افسرانو ته ورکړي دي خو د دغو ترهګرو خلاف تراوسه هیڅ اقدام نه دی شوی. هغه همداشان دا تور هم ولګوه چې د پټو او محرمانه معلوماتو له ترلاسه کیدو وروسته دا خبره هم په ډاګه شوه چې په آيي، بي نومې استخباراتي اداره کښې یوشمیر لوړرتبه افسران هم له هغو ترهګرو ډلو سره رابطه لري چې د دښمن له استخباراتي ادارو سره ملګرې دي. هغه همداشان څرګنده کړه چې د آيي، بي مشر یې هم خبر کړی و خو هغه هم هیڅ ونه کړل.

او اوس له پاکستانه رارسیدلي تازه خبرونه وايي پس له دې چې شپږ ورځې مخکښې په پلازمینه اسلام آباد کښې د داعش بیرغ اوچت شوی و، اوس د واه کینټ په ډیره حساسه سیمه کښې د ټریفک په ساین بورډونو باندې د داعش په ملاتړ کښې یا د داعش لخوا ځینې لیکنې شوې دي او د سپاه صحابه او لشکر جنګوي په شان د پاکستان منحل شوې ترهګرې ډلې چې د پنجاب د صوبايي حکومت او آيي، بي په ملاتړ سره له یوې خوا په ضمني او سیمه ایزو انتخاباتو کښې ګډون کوي او د داعش په ملاتړ کښې پراخ فعالیتونه کوي، له بلې خوا په افغانستان کښې د ځان په شان ډلو سره اړیکه لري.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.