د پاکستان تحریک انصاف دپوځ په مشر نیوکه وکړه

دپاکستان په ملی پارلمان کښې د تحریک انصاف مشرې میرمن شیرین مزاری په هنګو سیمه کښې دامریکا د بې پایلوټه الوتکې حملې ته د پوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوا په غبرګون سخته نیوکه وکړههغې وویل مونږ داسې توقع نه کوو چې دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په ساده ډول په هنګو سیمه کښې دامریکا  د بې پایلوټه الوتکې حمله اپوټه نتیجه ورکونکی وبولی

دپاکستان دتحریک انصاف دغه مشرې شیرین مزاری په هنګو کښې دامریکا په حملې د پوځ دمشر درې(۳) ورځې چپتیا هم وغندله .

هغې وویل مونږ له پوځ څخه دغه هیله لرو دامریکا د بې پایلوټه الوتکو دحملو په شمول د ټولو حملو پرضد دهیواد دفاع وکړی .

دپاکستان دتحریک انصاف دغه مشرې شیرین مزاری وویل مونږ د پوځ او دحکومت لخوا د خبرو نه بلکې د اقدام دترسره کولو غوښتونکی یوو .

دویلو ده چې په تیرې دوشنبې ورځ دپاکستان  دخیبر پښتونخوا صوبې د هنګو  په سپین ټل سیمه کښې دامریکا د بې پایلوټه الوتکې په حملې کښې د حقانی ترهګرې ډلې یو(۱) قوماندان ابوبکر او دهغه ملګری وژل شوی وو .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.