د پاکستان دوست هيواد چين په افراطی ډول په خپل هيواد کې په قران شريف بنديز ولګوه

د بی بی سی پښتو د راپور په اساس چینايي چارواکو د شینجیانګ ایالت مسلمانو اوسېدونکو ته امر کړی دی، چې د جای نماز(مصلي) او قرانکریم په شمول ټول مذهبي شیان دوی ته وسپاري.

د ازادې آسیا نومې راډیو په رپوټ کې ویل شوي، چارواکو د سیمې په جوماتونو کې چې ډېری اوسېدونکو یې اویغور، قزاق او کرغیز توکمه مسلمانان دي، اعلانونه کړي، چې دغه امر باید سملاسي عملي شي که نه سر غړونکي به سخته سزا وویني.

د تېرې چهارشنبې پر ورځ د قزاقستان پولې ته نژدې التې سیمه کې یوه ځايي اوسېدونکي ویلي، د سیمې په کچه ټول قران شریفونه ضبط کېږي. دغه سړی وايي، د سیمې هر کور کې مصله او قرانکریم شته.

بل لور ته د اویغور نړیوال کانګریس ویندوی دلژت راژت ویلي، له کاشغر او هوتان سیمو هم ورته رپوټونه تېره اوونۍ ورکړل شوي دي.

د نوموړي په وینا امر کې ویل شوي چې هر اویغور باید د اسلام اړوند شیان چارواکو ته وسپاري. هغه وايي پولیس پر خواله رسنۍ وې چاټ هم دغه اعلان خپور کړی دی.

د سږکال لومړیو کې چینايي چارواکو شینجیانګ کې هغه قران شریفونه ضبط کړل، چې پنځه کاله مخکې چاپ شوي دي. دوی ویلي و، کېدای شي دغو قران شریفونو کې د سخت دریځۍ په تړاو مواد شامل وي.

رپوټونو کې ویل شوي د ‘تهري ایلیګل اینډ ون ایټم ‘ کمپاین له  مخې غیر قانوني بلل شویو څېزونو کې د قرانکریم په ګډون ټول مذهبي فعالیتونه او د احتمالي ترهګرۍ الات لکه ریموټ کنترولیدونکي لوبو الات، لویې چړې او اور اخیستونکي مواد ممنوع بلل شوي دي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.