د پاکستان د احتساب ملی ادارې د نواز شريف مال جايداد ضبط کړو
د پاکستان قضایي سرچینو د دغه هیواد د څنګته شوي لومړي وزیر محمد نواز شریف د اموالو د سرکاري کیدو خبر ورکړ.
د پاکستان د احتساب ملی ادارې یا نیب په خپل نوي امر کې د نواز شریف د ټول مال او جایداد په ضبطولو سره اعلان وکړ: د هغه د کورنۍ غړي تر هغه وخته چې د هغوي په خلاف مختلفې دوسیې روانې دي د خپلو ځمکو او کورونو د پیر پلور حق نه لري.
د دغه راپور له مخې همداراز د نواز شریف د کورنۍ ټول بانکي حسابونه به کنګل شي او دهغه د کورنۍ غړي اجازه نه لري خپله شتمني چاته ډالۍ کړي یا یې وسپاري.
د پاکستان لوړې محکمې د ستمبر په پینځلسمه نیټه د نواز شریف او دهغه د کورنۍ د مالي فساد په هکله په قضایی حکم کې د بیا کتنې لپاره د نواز شریف غوښتنه رد کړه.