د پاکستان فوځ مشر بیا هم د پاړه چنار د خلکو غوښتنو منلو ته مجبور شو

 د پاکستان د پوځ قومندان جنرال قمر جاوید باجوا چې د پاړه چنار له چاودنو یوه اونۍ وروسته د پرلت وهونکو معترضانو په غوښتنه نن دغه ښار ته تللی و، د ځايي خلکو له یو اته کسیز پلاوي سره یې وکتل

د پاکستان د هوايي ځواک یو پخواني قومندان ایرمارشل سید قیصر حسین چې په دغه سفر کښې له جنرال باجوا سره ملګری و، مونږ ته په ټیلیفوني خبرو کښې وویل چې د پاکستان د پوځ قومندان د پاړه چنار د خلکو د اته کسیز پلاوي خبرې او غوښتنې په ځیر واوریدلې او د هغوي له ټولو غوښتنو سره یې موافقه وکړه.

د کرمې ایجنسۍ د مرکز پاړه چنار د خلکو منل شوې غوښتنې په دا ډول دي:

۱ – د پاړه چنار ښار د امنیت د ټینګښت لپاره به د سیمې د ځايي خلکو یو سل کسیز ځانګړی دفاعي ځواک جوړ شي چې د پاکستان د پوځ تر ملاتړ او څارنې لاندې به د ښار چاپیره د تلاشۍ د پوسټو په جوړولو سره د پاړه چنار امنیت وساتي او د کرمې ملیشه ځواک به نور د ښار د امنیت تامینولو مسئولیت ونه لري.

۲ – د کرم ملیشه قومندان کرنل عمر به چې تیره جمعه یې له چاودنو وروسته په قهریدلو مظاهره چیانو د رسا ډزو حکم ورکړی و، کورټ مارشل شي.

۳ – په روغتونونو کښې موجودې نیمګرتیاوې لکه د ایمبولنسونو، طبي تجهیزاتو او درملو په شان شیانو کمښت به پوره کړی شي.

د پاړه چنار له خلکو سره له کتنې وروسته د پاکستان د پوځ قومندان جنرال قمر جاوید باجوا بیرته ستون شو.

د ویلو ده چې تیره جمعه یعنې د روژې په وروستیو ورځو کښې د قدس د نړیوالې ورځې په مازیګر د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې د کرمې ایجنسۍ د مرکز پاړه چنار ښار په یو بازار کښې د دوو پرله پسې چاودنو له امله په سل هاو بیګناه روژتي مسلمانان شهیدان او زخمیان شوي وو.

له دغو چاودنو وروسته د پاړه چنار او پلازمینې اسلام آباد په شمول د پاکستان په ځینو ښارونو کښې ګڼو خلکو په تیره بیا شیعه مسلمانانو د ترهګرو په جنایتونو او د امنیت په تامینولو کښې د حکومت په ناتوانۍ باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې او د پاړه چنار خلکو اعتراضي پرلتۍ ووهلې. هغوي د پاړه چنار د جنایتونو د عاملانو د پيژندل کیدو او سزا کیدو غوښتنه کوله.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.