د پاکستان وزيراعظم د افغانستان سره د هند په فوځی مرستو سخت خفګان او مخالفت ښکاره کړو

د  پاکستان لومړي وزير په افغانستان کې د هندوستان له سياسي او پوځي رول سره مخالفت څرګند کړ.

د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي دغه څرګندونې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنډه کې د امريکا په يوه څېړنيز مرکز یعنی په  بهرنيو اړيکو شورا کې د خبرو پر مهال کړې دي.

هغه د پاکستان او امريکا اړيکو ته په اشارې ويلي چې دا اړيکې ٧٠ کاله پخوانۍ دي، د افغانستان شخړې سره کوم تړاو نه لري.

نوموړي ويلي چې په افغانستان او ټوله سيمه کې د سولې او ثبات لپاره پاکستان غواړي له امريکا سره  په ګډه کار وکړي.

عباسي په خپل هېواد کې د ترهګرو د مرکزونو په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې رد کړې او ويې ويل چې په افغانستان کې د سولې لپاره له پاکستان څخه  بل هېڅ  هېواد ډېره  لېوالتيا نه لري.

د امريکا ولسمشر تېره مياشت د افغانستان او جنوبی اسيا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه او ويې ويل چې په پاکستان کې اوس هم د ترهګرو مرکزونه شته دي.

د پاکستان لومړي وزير وويل چې د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده ځکه دوى غواړي چې افغان شخړه د خبرو اترو له لارې هواره شي.

د عباسي په وينا، طالبان افغانان دي او د افغانستان حکومت بايد له هغوى سره د ستونزې  د هواري لارې پيدا کړي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې په افغانستان کې د هندوستان له سياسي او پوځي رول سره مخالفت څرګند کړ.

نوموړي زياته کړه، په افغانستان کې د هندوستان لاسوهنې د ستونزو د هواري پر ځاى نورې ستونزې رازېږوي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.