د پاکستان وزيراعظم ومنله چې د کابل څلور لارې حمله کوونکي له پاکستانه تللي وو

د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي له یوې لوېدیځې ورځپاڼې سره په مرکه کې اعتراف وکړ چې د کابل د زنبق څلور لارې حمله کوونکي له پاکستانه تللي وو

د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي له یوې لوېدیځې ورځپاڼې سره په مرکه کې اعتراف وکړ چې د کابل د زنبق څلور لارې حمله کوونکي له پاکستانه تللي وو او په کابل کې یې په یوه سفارت کې خپل ټانکر درولی و.

د مې په ۳۱ مه د کابل په دغه چاودنه کې ۱۵۰ تنه وژل شوې او په سلګونو نور ژوبل شوې وو.

د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو د دې برید مسوولیت په غاړه وانخیست خو د افغانستان حکومت پاکستان مېشتي افغان طالبان د حملې مسوول  وبلل او ویې ویل چې آی ایس آی له طالبانو سره په دې برید کې مرسته کړې ده.

 خاقان عباسي له فینانشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل«زه د قضیې له ټولو جزییاتو خبر نه یم، خو داسې ښکاري چې ۳ تنه زموږ له پولې هغې خوا ته واوښتل. یوه نقلیه وسیله هم له دې سیمې کابل ته لاړه او هلته مخکې تر دې چې وچاودول شي په یوه سفارت کې ودرېده.»

ده همداراز وویل چې پاکستان له افغانستان سره د پولو په اوږدو کې ۲ لکه ۵۰ زره پوځیان لري خو له دې سره سره پر پولو بشپړ کنترول نه لري.

خاقان عباسي پر پاکستان د امریکا د تورونو او فشارونو په اړه وویل چې دا به د امریکا خپلې ستونزې ډېرې کړي.

خاقان عباسي- چې په نیویارک کې د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره امریکا ته روان و- فیننشل ټایمز ورځپاڼې ته همداراز وویل چې د امریکا پالیسي ورته ناڅرګنده ښکاري او یوازې د رسنیو پر راپورونو بسنه کوي. ده همداراز وویل چې په نیویارک کې به هڅه وکړي چې د ترمپ د حکومت له چارواکو سره وږغېږي او د هغوی اراده معلومه کړي.

ده وویل«له واشنګټن څخه چې موږ کومې اشارې ترلاسه کوو، ډېرې ګونګې دي، خو زموږ پیغام ډېر څرګند دی: موږ ځان له تروریزم سره مبارزې ته ژمن بولو او له ترهګرۍ سره مبارزې ته به دوام ورکړو.»

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.