د پاکستان يو فوځی دعوې کړې چې د پېښور سکول ځنی پاتې ماشومان بيا دوي و وژل

تير ماښام په سوشل ميډيا خپره شوې ويډيو يو ځل بيا  خلکو زخمونو تازه کړل کله چې په هغه ويډيو کې يو فوجی د ارمی پبلک اسکول د ماشومانو د وژلو کيسه کوي, ياد کس وايي چې وس مجاهد يم پخوا فوځی وم, هغه ويډيو کې په اردو ژبه غږيدلی مونږ يې په خپل رپورټ کې پښتو ژباړه وړاندې کوو.

” زما نوم مدثر اقبال دے, زه د پنجاب د سيالکوټ سيمې سره اړيکه لرم, د بده مرغه ما په فوج کې نوکری پېل کړې وه, زه په فوج کې پاتې شوم او وس يو مجاهد يم, په فوځ کې ډېر بد حال وو, زه پريشانه وم چې خدای ته به څه جواب ورکړم? فوځی نمبر مې 3480905 ؤ, ما د سنده رجمنټ په يو بټالين کې نوکری اجرا کړې وه, د هغې روسته زه ايس ايس جی ته لاړم او په چراټ کې مې 12 مياشتې ټريننګ وکړو, روسته مې انټيلجنس کورس وکړ.

دی زياتوی چې کله ما ټريننګ کولو مونږ ته به دا خبره ډېره کيدله چې زمونږ د چاسره دوښمنی نشته, زمونږ اصلی مقصد د دهشت ګردۍ پاکول دي, دا دهشت ګرد نه مسلمانان دي نۀ هم زمونږ ملکيان دي دوي د هند او امريکه نۀ راغلی.

مونږ چې به کله د کار په وخت کوم ګاډی, کور يا کلی تالاشی کولو مونږ ته به ويل شو چې کوم ملا و وينئ يا په سپين کاليو کې کوم سړی وي هغه تالاشي کړئ, مونږ ته کوم فوجی ټرننګ نه راکول کيده مونږ ته به و ويل شو تاسو خلک تالاشی کړئ. تاسو ترې پښتنه وکړئ ولې دې ږيره پرېښودې? ما فکر کاوه چې مونږ د خپل هيواد د پاره کار کاوو که د خلکو پرضد کارول کيږو? خو بايد و ويل شي چې فوج کې د سوال کولو اجازه نه وي مونږ نشو کولای چې پښتلی مو وې چې دا مونږ څه کوو?

ما په لاهور کې د انټيلجنس سره ډېر وخت تير کړی او د دې پرته د زه فوجی عملياتو ته ډېر لېږل شوې يم ولې چې ما سپيشل فوجی ټرننګ کړې وو, څنګه چې پېښور ارمی پبلک اسکول عمليات وشو مونږ ته وويل شو چې تاسو هلته لاړ شئ, څنګه چې مالومه ده پاکستان استخباراتو په هر سياسی جمات کې خپل کسان خپاره کړي, او هغه د هغه جمات د هلو ځلو په اړه مخې ته راپور ورکوي, دغه رقم مولانا فضل الله ته و ويل شو چې تاسو په ارمی پبلک اسکول کې ماشومان برمته کړئ د هغې په بدل کې د حکومت څخه غوښتنه وکړئ کوم څه چې تاسو غواړئ. مولانا فضل الله ته د فوځ لخوا پوره يقين ورکړل شو چې تاسو دا کار وکړئ. مولانا فضل الله خبره ومنله, خپل کسانو ته د څه ورځو خوراکي توکو ورکولو روسته واستول شو تر څو ماشومان برمته کړي او د خپلو ملګرو د خلاصې چارې وکړي.

د مولانا فضل الله د کسانو پرضد زمونږ کمانډو ټو د عملياتو حکم وشو, مونږ پسې ولاړو, مونږ سره هر څه ډېر وو خو هغوي يو څو کسان وو هغوي مونږ مړه کړل, هلته څه ماشومان بچ شوي وو نو زمونږ ميجر جواد مونږ ته حکم راکړ چې دا کوم ماشومان بچ شوی دا مړه کړئ, نو ځني فوجيان ميجر ته و ويل چې دا ماشومان ولې وژنۍ? عمليات خو مونږ وکړل? خو هغه و ويل چې دا ځکه وژنو چې نړيوالې ميډيا ته ښکاره شي چې دا کار طالبانو کړی. “

وس چې دا ويډيو حقيقت لري او که دروغ ده پدې اړه چې مو کله د قبايلی علاقو د ژورنلسټانو څخه پوښتنه وکړه نو هغه ويل چې دروغ ندي پدې غور پکار ده.

دی پشتون ايکسپريس اداره

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.