د پاکستان پخوانی وزيراعظم نواز شريف په لس کاله بند محکوم شو ليکوال نیوز ډسک نېټه Jul 6, 2018 47 0 د پاکستان پخوانۍ وزيراعظم نواز شریف، د هغه د لور او زوم خلاف د ایون فیلډ فلیټونو په لړ کښې د روانې محاکمې فیصله نن پس له څو واره ځنډیدو اعلان شوه. په دغه فیصله کښې د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند عزل شوی مشر او د دغه هیواد نااهله شوی وزیراعظم نواز شریف په لس کاله، د هغه لور مریم نواز په اووه کاله او زوم یې کیپټن صفدر په یو کال بند محکوم شول. له دې نه علاوه د پاکستان دغې محکمې د نواز شریف ټول جائیداد ضبط او همداشان یې ورته د اته میلیون پاؤنډه نغدي جرمانه ټاکلې ده. د پاکستان احتساب محکمې د نواز شریف او د هغه د لور او زوم لپاره دا حکم داسې مهال صادر کړ چې هغوي د نواز شریف د میرمنې کلثوم نواز د ناروغۍ په وجه چې ویل کیږي د لندن په یو روغتون کښې بستري ده، محکمې ته نه وو حاضر شوي. 0 47 شريک