د پښتنو راتلونکی، ډیورنډ او چینیان

پۀ دفتر کې نن د ګپ شپ دوران کې خبره سیاست ته لاړه. د سيمې پۀ اوسني او راروان سياست هر چا د خپل خپل خيال اظهار وکړو. نو د افغانستان د ټولټاکنو خبره راغله. زۀ یواځي ووم او د مخالف فکر او بیانیې خلک ډېر ؤ. دوه پکې چینایان هم وو.

نن سبا دلته د چینایانو ډېر زور دی. د پاکستان سره د دوستۍ له امله دغه چینایان د ګل خانانو نه زیات وو بلکې پۀ هغوی د پاسه وو. نو خير خبره د ډیورنډ د کرښې راغله؛ ما وویل د پښتون قام فکر پۀ ډېرې چټکۍ سره د بدلون پۀ لور روان دی، کۀ ژر ده او کۀ پس ده خو د ډیورنډ کرښه به خامخا لۀ مینځه ځي.
چینایانو وویل چې دا ستاسو خام خیالي ده او دا کار ناشونی دی.
ما ورته ویل یو تپوس درنه کوم! تۀ دلته د یوۀ پاکستاني سره یؤ ځای پۀ کوټه اوسېدلی شې؟
ویل یې نۀ! زۀ به د خپلو خلکو سره اوسېږم او کۀ خپل چینایان نۀ وي بیا به یواځې اوسېږم.
ما ویل همدغه رنګ موږ ددې خلکو سره یؤ ځای نشو پاتې کېدی، ځکه زمونږ ژبه، قامي ارزښتونه، دود دستور او کلتور د دې خلکو نه بېل دي

بیا مې چینایانو ته ویل فرض کړئ! یؤ عرب د بدها پۀ مذهب دی او یؤ چینايي مسلمان دی، تۀ به د عرب سره اوسېدل غواړې چې ستا پۀ مذهب دی او کۀ دغه د چینايي نسل مسلمان سره به اوسېدل غوره ګڼې؟
ویل یې لازم به د دغه چینايي مسلمان سره اوسېږم او د عرب بدهـ مذهبي سره نشم اوسېدلی. ځکه چینایي مسلمان اګر کۀ پۀ مذهب زما نه بېل دی خو بیا هم زما د قام دی، زما او د هغۀ ژبه، کلتور او خاوره یوه ده، دود دستور مو یؤ دی او یوه وینه یو.
ما ویل شاباش!
ویري ګوډ!

همدغه رنګ مونږ د افغانستان سره خوشاله یو، ځکه یوه وینه او یوه مینه یو! خو د پنجاب او سندهـ د اولیاي کرامو سره ځکه نۀ یو خوشاله چې زموږ او د هغوی ترمنځه پۀ تاریخي، نسلي، کلتوري، لساني او قامي توګه ستر توپير دی.
هغه یؤ چینايي هغه بل ته وویل

“چانګ چینګ پینګ چینګ چونګ شينګ شو سو آيي پو نيهاؤ”

زۀ خو یې پۀ ژبه نۀ پوهېدم چې څۀ يې وویل خو خوا کې مې ولاړ ملګري راته وویل چې دی وايي چې دا چیت پيت سر مې اوس پۀ کیسه خلاص شو

لیکوال: حیدر خان

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.