د پښتون قام شعورې تضحیک هڅې او تاریخ/ محمد شعیب خپلواک
هر جابر چه د پښتون په خاوره راغلے ، هغه صرف د مټوو او تورې جنګ دې خاورې ته د قام ته نه دې راوړې ، بلکه یو ذهنی شعورې او فکرې هسه یې هم کړې ، چه پختانه نسلونه د احساسې کمترېی ښکار کړې .
غنی بابا وائی:
اوس په دې شووم پوها چې د شهباز د سترګو ڼنګ دے دا
بــــــــــــــــل ځان ته کمتره کړې او ځان ورته شهباز کړې
مغل بابر په تزکیه بابرې کې د پښتون کړو وړو ته په سپک نظر کاته هم په دا نظر کړې وو ، چونکه پختانه په خپله نه د لیکلو شوقیان دې او نه د لوستلو نو د عاصیبانو د پاره اسانه شې چه د پښتنو په کلتور ، لباس ناسته پاسته او خویونو پورې داسې دا دروغی قیصے اوتړې چه پښتانه بچې په احساس کمترې کی لوئ شې او د نورو قامونو د بچو په ذهنونو کی د پښتون قام یو غلط تصویر دائمی جوړ کړې .
که تاسو فکر اوکړې انګریزانو هم دا دې خاورې د نوابانو سپکاوې په دې طرز کړې وو ، چې د هغوې لباس یی د هوټلز او کلبز ډور مینانو او بټلرز ته وراغوستولے وو .
په پاکستان کې یو سوچ د ډیر پوهوا نه د ټی وې ډرامو ، فلمونو او اسټیج په زریعه پښتانه ، اسمګلرز ، اغواکار ، دهشت ګرد ، چوکیدار ، کم عقل او مسخره پیش کوې . د مثال په طور خبرناک یو مزاحیه ټی وې شو وه په هغی کې چه کله هم د پختون افغان کابل پیښور ذکر شوې دې ، د بم ، چرس ، بے وقوفې ذکر ورسره خامخا شوې .
ما چونکه د اتم ټولګی نه تر ماسټر پورې تعلیم په کراچی ښار کی کړې ، زه په خپله دا دې نسلی تضخیک ښکار شوې یم، او د یو مسلسل جنګ سره مخ پاتی شوې یم د کومی خبرې مسخرې چه په ټی وې اسټیج ، لیټریچر او فلمانو کی په پښتنو پسی کیګی د مهاجرو ، پنجابیانو ، سندهیانو ، بلوچیانو بچې یې په پختنو بچو پسی په سکولونو ، کالجنو ، یونیورسټو ، او لارو کوڅو کی کوې .
موږ باید دې ته د ارټ او فن په نظر او نه ګورو ، بلکه د یو قامی ، نسلی تضحیک دې او دې ته دا دې په نظر اوګور .
تاسو په د انډیا ډیر فلمان کتلی وې هغوې پختون همیشه یو وعده پوخ ، ایماندار او دوست خودلے دې .
پکار ده ټول پښتانه که د هر ګوند او فکر ملګرې وې ، د نسلی تهذیبی سماجی ، سیاسی او معاشې تضحیک خلاف اواز پورته کړې ، موږ که ځان ځان له هر ومره عزت مند شوو ، هیس نه شوو کړې تر سو چه په قام نه شوو عزت مند . چه په وام درانه شوو ټول به درانه شوو.
لیکوونکې: محمد شعیب خپلواک