د پکتيا ګرديز او کاپيسا ولايت کې پينځه طالبان وژل شوي دي
دافغانستان دفاع وزارت نن وویل په ختیځ کښې دپکتیا ولایت دمرکز ګردیز ښار په خوا کښې په یوې سیمې کښې دپوځ په پرونیو عملیاتو کښې درې(۳) طالبان وژل شوی او یو نیول شوی هم دی .
دافغانستان دفاع وزارت وویل بیګا د کاپیسا ولایت په تکاب سیمه کښې په لاره کښې د ماین په چاودنې کښې دوه (۲)طالبان ووژل شول .
په افغانستان کښې په سپرلی او وړی کښې پوځی عملیات زیاتیږی او دغه د جنګونو موسم ګڼل کیږی .