د پکـتیا امنیه قوماندان: د جانی خیلو ولسوالۍ د سقوط خبره دروغ ده

دطالبانو یوه ویندودی ذبیح الله مجاهد نن سهار مونږ ته په رالیږلې خبرتیا کې مدعی شوی چې پکتیا ولایت جانی خیلو ولسوالی ئې نیولې ده او زیات شمیر پستې او په هغو کې درست تجهیزات اووسلې او نور مهمات طالبانو په غنیمت نیولی دی

 د افغانستان د پکـتیا امنیې قومندان مل پاسوال توریالی عبدیانی نن سهار خبریالانو  ته وویل،  په پرونۍ جګړه کې یوولس وسله وال وژل او درې ټپیان وو او یو وسله وال طالب، چې پاکستانی دی، نیول شوی دی.

د پکـتیا امنیه قوماندان د سقوط خبره نه منی او وایی چې په سیمه کې لا هم جګړه روانه ده او امنیتی ځواکونه مقاومت کوی.

په جګړه کې دواړه خواوې یو بل ته د درنې مرګ  ژوبلې اړولو ادعا کوی.

خو دطالبانو یوه ویندودی ذبیح الله مجاهد نن سهار مونږ ته په رالیږلې خبرتیا کې مدعی شوی  چې پکتیا ولایت جانی خیلو ولسوالی ئې نیولې ده او زیات شمیر پستې   او په هغو کې  درست تجهیزات اووسلې او نور مهمات   طالبانو  په غنیمت  نیولی دی

هغه وئیلی د ولسوالۍ مرکز، امنیې قومندانۍ او ټولې امنیتی پوستې طالبانونیولی دی  او په دغو عملیاتو کې په لسګونو حکومتی عسکر وژل شوی دی   او پاتې  عسکرو د شهرنو په لور تیښته کړې چې ورپسې تعقیبی عملیات روان دی او درباط سیمه کې د دښمن په یوه مهمه قرارګاه باندې همدا اوس سخته  جګړه روانه ده.

مجاهد ووئیل په دغو عملیاتو کې دوه طالبان هم وژل شوی دی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.