د پیښورښاروال وايي: پیښور ښار به ډېر زر په یو نوي طرز سره جوړ کړې شي

د ټی این این د راپور په اساس د پيښورضلعي ناظم اعلي عاصم خان یو وارې بیا پيښور د نوي طرز ښار جوړولو دعوي کړے ده او وئیلی چې ضلعې حکومت پکښې یو شمیر ترقیاتي منصوبې رواني کړي دی۔ ضلعي ناظم عاصم خان په خپل دفتر کښي ميډيا ته بريفنګ کښې اوویل چي نمک منډۍ کښي د نړي وال معيار فوډ سټريټ په جوړولو کار روان دی او بل دا چې  ضلع کښې درې بسونو اډې دوباره نوې کولی شي چې پکښې د صفا اوبو لپاره پلانټونه لګولو سره سره د انتظار لپاره خصوصې ځایونه هم جوړول کیږي. ناظم اوئيل چي د ضلعې حکومت لخوا په وخت سپری کولو او نورو اقداماتو سره سخکال ضلع کښې د ډينګې یو کیس هم نه دی رامخې ته شوې. ناظم دا هم اوویل چې د پئو معیار معلومولو لپاره ئي جدید لیبارټرۍ هم جوړي کړي. دوې د ضلعې پرائمري سکولونو ته زر تر زره د څلور کروړه روپو فرنیچر او د ضلعې څلور وانړه ټاؤنونو کښې د سپورټس کمپلکس جوړولو هم دعوې اوکړې.‘‘ د بد قسمتي نه د پيښور تيرو حکومتو د ښار کلتور او تاريخ محفوظه کولو لپاره هيڅ ګامونه نه وو پورته کړي۔تير حکومت سټي وال د خرڅ کړي وو ولي څنګه ضلع کښې د پي ټي آئي حکومت راغلو نو مونږ د سټئ وال اپرول نه دے ورکړي بلکه د ديوال بيا وداني لپاره مو بجټ کښې د يو کروړ روپو ګرانټ ايخودي دے

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.