د څلور قومندانانو په ګډون کندهار کې 35 طالب مزدوران مردار شوي
افغان امنیتی چارواکو د کندهار پر شاولی کوټ سیمه په هوائی حمله کښې د طالبانو د څلورو قومندانانو په شمول د ۳۵ طالبانو د وژلې خبر ورکړی.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا درانی وویل:افغان پوځ د کندهار په شاولی کوټ سیمې کښې د طالبانو پر یوه مهم مرکز په هوائی حملې کښې د په لسګونو طالبانو پر وژلې سربیره د دغې ډلې د وسلو او مهماتو یو وسله کوټ هم وران کړ.
د هغه په وینا،طالبانو له دغه مرکزه په کندهار ښار کښې ترهګرې حملې پلانولې.
په تیرو دوو کلونو کښې کندهار د افغان امنیتی ځواکونو او طالبانو تر مینځ د سختو نښټو ډګر پاته شوی تر دې حده چې طالبانو ډلې په تیر یوه کال کښې د کندهار ولایت څو اولسوالی په خپله ولکه کښې راوستلی دی.