د کراچۍ په بقايی ميډيکل پوهنتون کې د افغان زده کونکو د خپلو غوښتنه لپاره احتجاج کړی

مونږ په پى ايم دى سى( PM&DC) کى د خپلو تحصيلي اسنادو ثبت او راجستر کيدل غواړو !

کلونه کيږي چې د 150 افغان محصلينو په شاوخوا د پاکستان په کراچۍ ښار په بقايي طبي پوهنتون کې خپلي زدکړي پر مخ بيايي او يو شمير افغان محصلين له دغه پوهنتون څخه فارغ شوي هم دي خو تر اوسه پوري د افغان محصلينو تحصلي اسناد په پاکستان کې د لوړو زدکړو د قانون مطابق په پي ايم ډي سي کې ثبت او راجسټر شوي نه دي .

افغان محصلين د پوهنتون له اداري شکايت کوي چې د دوي د اسنادو په ثبتولو کې يې ناغيړي کړي .

دوي وايي د صبر کاسه يې نوره ډکه شوې او د خپل حق د غوښتلو په خاطر به دوي سوله ایزې مظاهري وکړي او که د محصلينو مشکل حل نشي د دوي مظاهري به لا نوري پراخي او دوام پيدا کړي .

د يادوني وړ ده چې ياد مشکل په پاکستان د افغانستان له سفارت او په کراچۍ ښار کې د افغانستان له قونسلګرۍ سره شريک شوي خو تر اوسه پوري يې مشکل ته د حل لاره چاره نه ده پيدا کړي.

په بقايې پوهنتون کې د افغان محصلينو ټولنه!

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.