د کرمې ایجنسۍ خلکو په جرګه کې سیمه د وسلې نه پاکولو غوښتنه وکړه

د ټی این این د راپور په اساس د کرم ایجنسۍ سیاسي اتحاد د صدې قبائلي مشرانو یوه جرګه کښې مطالبه کړې چې ټوله ایجنسې د وسلې نه پاکه کړی شي. ڼ دغه جرګه کښې د سياسي پارټو مقامي مشرانو نه علاوه د اهلسنت قبیلو بنګش، چکمني، علیشیرزي، مسوزي، زيمشت او مینګل قبیلو مشرانو، علمائی کرام او طلبا ګډون اوکړو. دوې مطالبه اوکړه چې انتظامیه او فوځ دې د ایجنسۍ هر کور د وسلې نه پاک کړي ولې دې لړ کښې به ورسره دوې پورا پورا مرستې کوي. دوې دا هم اوویل چې څوک خپله وسله جمع کولو نه انکار کوي هغه دې ترهه ګر اوګرځول شي. جرګې دا مطالبه هم اوکړه چې ګلفام شهید کیډټ کالج دې پاړه چنار ته منتقل کولو نه ډډه اوکړی شي او په خپل زوړ ټاکلې شوي مقام بلشخیل کښې دې جوړ کړی شي ځکه چې دا سیمه کښې د اهل سنت او اهل تشیع تر مينځه پوله ده او دوانړه فرقې به ترې یو شان فائده ترلاسه کولې شي. څرګنده دې وې چې څه موده وړاندې سکيورټی فورسز او انتظامئی د کرمې اولس ته خپله وسله په رضاکارانه توګه جمع کولو وینا کړې وه ولې د پاړه چنار اوسیدونکو خپلې وسلې جمع کولو نه انکار کړے وو. شهید ګلفام کیډټ کالج هم تیره میاشت پاړه چنار کښې بمې چاؤدنو نه پس د دهرنا ورکونکو په غوښتنه دلته منتقل کولو اعلان شوې وو

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.