د کرکټ لوبې په محال پښتنو پنجابيان وډبول
د انګلستان ليډز کرکټ ګراونډ پرون هغه محال د جنګ په ميدان بدل شو کله چې په هوا کې يوې الوتکې د لوبغالې د پاسه ” د بلوچستان د پاره د انصاف غوښتلو د پاره څو چکرې و وهلې.
په دغه الوتکه پورې يو لويی بينر تړل شوې وو چې پرې ” جسټس پار بلوچستان ” ليکل شوې وو.
د دغه الوتکې د راتلو سره سم په لوبغالې کې د پښتنو کتونکيو لخوا چغې شوې چې هغه هلته موجود پنجاپيانو ونه زغملې او د يو بل سره لاس په ګريوان شو.
د لوبغالې په هره برخه کې د دواړو اړخو کتونکو په يو بل په بوتلو, کرسو, او سوکونو زړونه تش کړل.
د لوبغالې بهر هم د نښتو يو شمير ويډيوګانې خپرې شوي چې يو شمير پښتنو او پنجاپيانو په يو بل د لتو او سوکونو باران جوړ کړی.
د دغه جنګ په مابين کې د لوبغالې ساتونکي سکيورټي ګارډانو هم په لغتو او سوکونو ميلمستيا شوې ده.
انټرنيشنل کرکټ کونسل د کتونکيو ترمينځه د نښتو په سختۍ سره ايکشن اخيستی.