د کوردستان خپلواکۍ کې د ښځو رول/ انجنیر موسی خان ساپی

چې د هلکانو پوره نه شوه

ګرانه وطنه جینکۍ به ګټینه

وایي د کوم قام ښځو کې چې د نارینو تر څنګ د خپلواګۍ جزبه پیداشي هغه قام ضرور خپلواکۍ ته رسي. ژوندی مثال یې د کوردستان خپلواک هیواد جوړیدل د لسیزو مبارزو وروسته. نن نه پس کوردان چې د پیړیو راهیسې محکوم و د یو خپلواک هیواد درلودونکي وي هیله ده چې نور کوردان هم له محکومیته خلاص او د خپل کوردستان سره یوځای شي. په ټوله کې یې د نړۍ نور محکومو قامونو لپاره یو زیری کڼم او خدای دي وکړي د کوردانو لار تعقیب کړي. د کوردستان خپلواکي ګټل د کورد ښڅو او نرانو د ګډې او کامیابې مبارزې یو لوی او ژوندی مثال دی. کورد نارینو لسیزې په یوازې ځان د خپلواکۍ ګټلو مبارزه وکړه خو دومره موثره نه یا یې هیڅ د پرمختګ څرک نه و . دا زما د یادو خبره ده چې کله کوردي ښځو د خپلو نارینو سره یو ځای د خپلواکۍ ګټلو هڅې پیل کړې ډیر پرمختګ یې وکړ او د ګوتو په شمار کلونو کې یې خپلواکي ترلاسه کړه او د کال 2017/9/25 د یوه ټولپوښتنې په لړۍ کې کوردستان یو خپلواک هیواد شو. د کوردستان د خپلواکۍ د مبارزینو مستنده مرکه مې کتله ، یوه نارینه وییل. ( چې کله نه مونږ سره زمونږ پیغلو شریکه مبارزه پیل کړې ورځ نه بلې ته پرمختګ کوو او زمونږ د نارینو جزبه لاپسې ډیره شوې ده، ورسره یوه کوردۍ پیغله داسې وايي: کوژده مې کړې وه ایران کې اوسو هلته مو کورونه دي، د ایران حکومت راسره ډیر زیاتی کوي ، مبړه مې د خپلواکۍ پوج ته عراقي کوردستان ته لاړ څو ځل کور ته کلونه پس به راتلو اخري ځل د ایران حکومت  ونیو او په دار یې وخیژوو، خاوند مې د لاسه ورکړو زړه مې ډیر ناکراره و، د خاوند لار تعقیبولو ته مې زړه وشو او د خاوند د روح سره مې وعده وکړه چې ستا لار به تعقیبوم او ستا مرام به حاصلوم ، ډیره خوشاله یم چې د خاوند او په ټوله کې مې د خپلو کوردانو ارمان پوره کړو، مونږ ایران ،ترکیا او سوریا میشتې کوردان لا اوس هم محکوم یو خو دا چې یو کوچنی هیواد مو ترلاسه کړ د الله نه شکرګوزار یم . زما مبارزه به تر هغه پورې وي چې ټول کوردان مې یو خپلواک هیواد ولري او یا ووژل شم).نو دا خبره ماته په ثبوت ورسیده چې کومه باچاخان بابا بار بار کوله ( مونږ نیم وجود پخپله فلج کړی ) پکار ده چې دغه نیم وجود فعاله کړو نو د دنیا د ناخوالو به ضرور خلاصیږو. د نیم وجود نه یې مراد ښڅې وې چې زمونږ په ټولنه کې بلکل یو ناچیز شي په سترګه ورته کتل کیږی. ښڅه انسان دی او د نر په شان د کار کولو، سوچ کولو……. توان او وړتیا لري. پکار ده چې د ښڅو له هغه انرژۍ چې دوی یې لري د هیواد په ابادۍ او پرمختګ کې ګټه واخیستل شي لکه څنګه چې کوردانو د خپلو مبارزو ښڅو د انرژۍ نه د کوردستان په خپلواکۍ کې ګټه واخیسته، د باچاخان بابا یوه بله خبره رایاده شوه چې وايي ( ټولنه د بایسکل پشان ده ، ښځه او نر يې دوه پایی دي که یوه پایه پنچر یا خرابه شي نو مخکې تلی نه شي). داسې ټولنه هم ده ، ټولنه به د ښځې او نر په ګډو هلو ځلو یون کوي او خپل هدف به په اسانۍ او لږ وخت کې ترلاسه کیږي،  کله چې مونږ ښځو ته په هر ډګر کې پوره ونډه ورکړو او ښځې خپله انرژي د نارینو سره یو شان د کار کولو، د هیواد په ابادولو…. کې مصرف کړي، نو دا خبره به بیا ضرور غلطه ثابته شي او ثابته شوی هم ده چې ښځه یا د ګور ده یا د کور.

انجنیر موسی خان ساپی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.