د یتیمانو بابا: زموږ د ټولنې د واقعيتونو يوه برخه

حج ته تلم عریضه مې ولیکله:
د پاسپورټ انځورونو ټول کار مې خلاص کړ، چې کله د بانک د نغدو پیسو جمع کیدو کاغذ ماته راکول کیده، خبره لانجمنه شوه،
د مشرانو زور واکانو ټیلفونونه واسطې شوې،،زه خلکو ته ګورم،،خو ماته دا معلومه شوه چې سږ کال ته نشې تلی،، ځکه دلته هم زور واکي شوه ، په دې سوچ او فکر کې ووم، نظر مو په سړي،، ولیږیده چې په دې وخت کې یو سپينږیری ډېر خوار زار، چې لاسونه او پخې ي چاودیدلي وو ، او جامې پګړی ي شلیدلي وو، د مخ په غونجو کې داسې اوښې روانې وې، لکه ډکې ویالې چې لوي پټو ته روانې وي، ویل انقلاب وهلی یم، درې زامن مې مړه شوي، بچي ي را پاتې دي، نن دوهمه، ورځ ده چې نهر دي، چای خو ي په میاشتو هم نه دي چخلې،او که ګوری ي دې مخامخ کور شاته په یوه حویلی کې وسیږو ، حاجیانو یواځې دا خبره ورته کوله معاف کړه ماما معاف کړه ماما میده نشته ،، ما چې بابا ته پوره توجو کړې وه زړه مې پر بل مخ واوښت،، بابا مې پټ د لاسه ونیو،، د حج او اوقافو ریاست څخه روان شو،، چې دروازې ته رسیدو په لاوډ سپیکر ي زما نوم ي یاد کړ،،غوږ رګ مې ونخراوو،،
او رسا د بابا کورته روان شو،، کور ته چې ورسیدو،، د کور دروازه نه وه یوه زړه ټوټه د دروازې په ځای، زوړنده وه، بابا ویل راځه،، ما ویل پرده ویل پرده شوې ده، زه هم ورننوتمه، ګورم څلور تور سرې دیوال ته مخ ناستې دي، د وجود ي غوښه توګل شوې،، په پښتنه لوپټه کې ي د ولو هډوکي وتلې دي،، ماشومان ورته ژاړي، خو دوي، ي، د خوراک د پیدا کولو عاجزې، دي، په کور کې غربت بې کسی مجبوری یو لوي غم وو، او دا غم، د کور د هر وګړي، په مخ کې د ورایه ښکاریده،، ما ویل مکې ته چرته ځم ما خو مکه همدلته پیدا کړه،، نزدې هوټل نه مه ورته دومره خوراک راوړ چې ما ویل دوه ورځې وروسته به ي هم وشي،، خو د ورځو ورځو نهر په یو ساعت کې هر څه ختم کړل،، دا ځل مې بیا هغومره راوړ،، کار وشو، واړه ماړه شو،، چای مې هم راوړې، خو ګیس پیپه کې ګیس نه وو هغه مې هم را ډکه کړه، ټیلفون ته زنګونه راروان وو، هغه مې هم بند کړ،ماشومان مې وشمیرل لس هلکان وو درې جونې وې، پنځه هلکانو عمرونه دولسو پورته تر پنځلسو کلو پورې وو،څلورو هلکانو ته مې وویل چې راپسې شئ، لاړو درې دانې مو هغه خیمې واحیشتې چې د کوټې په شان وې، بیا مو د کور کاسې پیالې دیګ او نور سامان واخیشت،، لس ټیمه غوړي دوه منه چای درې بوری بوره،، شپږ بوری وریژې،، او مسالجات،، سبزیجات وچه لمده سبزي او درې خرواره غنم واخیشل ..دا مو راوړل مزدوران مو ورته ونیول چې خیمې،، او د حویلی دروازه ولږوي،، ماښام شو سبا مو د برق سامان پکي ګروپونه مزي دا واخیشتل،، او ورسره مو،، د یو هلک غوښتنه د ریړې وه، چپس او چکن سوپ د پاره
ریړه دیګ سامان وو، وامو خیشتل ..او یو هلک غوښتنه د نوې ریکشا وه وامو خیشته ،، په دریمه ورځ ماذیګر کلي ته راغلم،، زامن خوشحاله شو چې ورک پلار مو پیدا شو،، پلاره په مونږ دې قیامت تیر کړ،، تیلفون دې هم بند وو،، موږ ویل خدای څه ورباندې شوي نه وي،، پولیسو ته مو هم خبر ورکړی،، ځامنو ته مې ویل پریده چې دې خلکو ته زما قدر ورشي،،او هغه مور ته دې،، هم،، چې هرخت واي ورک شې!
زامنو پوښتنه وکړه څه دې وکړل د حج کار،، ما ویل بچوړو کار ونه شو،، هغه یو ځوي راته ویل چې پلاره ټوکې مه کوه دلته موږ ته ي هم زنګ وهلی وو،، چې پیسې تحویل کړی،، ما ویل ځویه پیسې چا رانه پټې کړي دي،، خپه پورته شومه،،زه کورته لاړم،، لږ وروسته زامن بیا راپسې راغلل ویل پلاره پیسې به وشي، ته زړه مه وارخطا کوه،،
سهر ځوي پیسې راته جمع کړې وې،، حج ته لاړم او بیرته راغلم، دا چې زه بېرته عادي ژوند ته راوګرځم په دې کې څلور میاشتې لږیدلې وي،زړه مې نه صبریده د دغو ماشومانو ما ویل هسې ي د کور مخ کې تېر شه احوال باندې ګوندې پوه شې،، دروازي ته لا نه وم رسیدلی چې یو ماشوم د مخکې نه لیدلی ووم، او د کوره نر او ښځې راپسې راووتل، زه هم زر کور ته ور ننوتم،، چې ګورم ماشومان خوشحاله اخوا دیخوا ګرزي سبقونه شوروع شوي،، ټول راته هغه بل بابا وایي،
نیم د سهر له خوا نه او نیم پس د غرمې نه، مکتب ته ځي، کور خایسته شوی وو، کار روان شوی وو، هر ماذیګر کور ته دوه زره نغدې د رکشوان او چپسو د لارې راتلې،، بابا او ماشومانو د تور سرو او سپین سرو په يوه خوله دعا راته کوله،،
زه په کلي کې بې څوکه ووم خو زما دوو زامنو ته الله لس نور وروڼه ورکړل،، دا دی د واقعې لس کاله تیر شوي،، بابا مړ شوی،
یتیمانو خپل پټی اباد شوی،،
د ښار کار ي هم روان دی د موټر حجرې خاوندان هم دي،
او زه هم د وجدان عذاب نه لرم بې غمه وده کیږم،،
د دوو زامنو نه مې اوس دولس زامن دي،، هغه هم یو د بل نه ډېر تابعدار ..
که دې نیت وي د کعبې د جوړولو
بې وسه انسان زړه جوړ کړه کعبه ده …

لیکوال (حاجي بابا شینواری

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.