د یلدا شپه یی هیڅ سهار نه شوله

د ليکوال څو نورې لیکنې
موږ ټول ښه سړې, د کار سړې
سیاسي ځانوژنه او که علمي بې باکي
ځوان او مسواک
دا ته اخر به را پاڅیږی کله؟
د منډوي سیاسي انالوګي
موږ! په مرګي مئین
وریځې هم! ښکارې به نۀ
میرویس نیکه, پولیو, فتوا او پښتون
د جګړې مست خدايان
زموږ د چم جومات ته
ټول
ډېره تیاره شانتې وه
هم خاموشي خپره وه
سړه سېلۍ چلیده
د هوا یخي څپي
چې به را تیرې شولې
د تورې کیږدۍ له چاودو؛
د سامري د خسکي, د طلایي خنجرې
په څیر یې
د کیږدۍ ټوله خاموشي څیرله
هم د کیږدۍ نه بهر
د صحرا وچو خسو
د سړې وچي سېلۍ
په لمن هرې خوا ته
په خپل تیر شوې ژوند پسې
ډېر لالهانده په سینه رغړیدل
چې د رغړیدو غږونو
دننه کیږدۍ کې نور هم وهم خپور کړ
لکه د لیرې مزله
یو په پښو شل او اروایي مساپر
د نامالوم منزل په لټه پسې
ځان پسې پښه کښ کوي
او د کیږدۍ په لور لنډیږي؛ ورو ورو

ددې تیاره درندي شپې
په غیږ کې څوک خوندي وه
چیرته کې لیرې د صحرا څنډو کې
د زبوم وهلو سپو اواز را رسید
لکه چې یو بل یې هم سخت و داړل
او یا نن شپه څه اجنبي مخلوقات
په دې صحرا باندی یرغل راوړی

لا ددې شپې برم مات شوې نۀ وه
چې ناګهانه هر اواز غلی شو
نور نه د سپو غږونو
نه هم د وچو خسو
د رغړیدو غږونو
په دې صحرا کې زړونه نه بوګنول
خو!!!

لا! خاموشي دمه اخستې نۀ وه
چې یو ځل بیا ددې شپې
په غیږګۍ ویره او تیاره خپره شوه
سپوږمی خپل مخ پټ کړله
د وریځو شاته مروره شوله
او یا توان یې د لیدلو نه وه
د هغه څه چې یې د پاسه په صحرا کې لیدل

سېلۍ د ځان څپو کې
یو دردونکی, ویرونکی اواز
ددې صحرا د لیرو څنډو څخه
و هری خوا ته خپور کړ
زړه بوګنونکی, ویرونکی اواز
سویي سورې او نارې
د درد نه ډکي
د یوې ښځې چیغې
چی د ډېر لیرې څخه
د شپې وژونکي خاموشي ماتوي
او چې را ورسي غوږونو پورې
نو د زړه ستنې په لړزه راولي
ویره خپره کړې! په هر لورې باندې

څه خو ډېر وران روان دی
چې هم طبیعت پرې خپه
هم راویښ کړې یې دي
ویده انسان له خوبه

بیا نو هر څه غلې شول
شپه هم په خوب ویده شوه
لکه چې ژوند ختم شو
خو چې سهار شو او شپه تیره شوله
هر څه د تل په څیر ول
لکه چې تیره شپه هیڅ شوې نۀ وي
او یا وې خوب لیدلی
سهار وختي د چرګ اذان په وخت کې
یو ببر سرې, ږیرور فیلسوف!
چې هیڅ تعبیر نۀ لري

خو چیرته لیرې د صحرا څنډه کې
د غره لمنې سره
یو زبوم وهلی ژیړ زبیښلی ځلمی
په وینو رنګ, د خړو تیګو یو انبار سپکوي
او ترې راوباسي یو په وینو لت پت
یو داغ داغ شوی جسد
چی تیره شپه د روایت خدایانو
د قبلویت په لښکر
په تیګو ووژله
ځګه یې ووژله
چې د یلدا په شپه یې
خپلې کیږدۍ نه لیرې
و ترګمی ته پناه وړې وله
د خپل جانان غیږ کې یې سر ایښی وه
او د یو روڼ سهار په خوب ویده وه
او په دی خوب کې تل ویده پاتې شوه
د یلدا شپه یې هیڅ سهار نۀ شوله

( اتل احمدزی)

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.