د یو افغان په صفت موږ همیش ځوان نسل غولوو/ فرهاد زهیر

افغان چې کله نیشنلیست شي همیش دا خبره کوي موږ افغانان تورزن یو چنګیز، انګریز او روس ته مو ماته ورکړي او موږ ۵۰۰۰ کلن تاریخ لرو. هم په دې خبرو خپل ځان خوشاله کوو او هم په دې خبرو خپل تنکي، تنکي ځوانان چې ماغزه یې لکه د سپین کاغذ په څیر دي، دا ورته په همدې څو ټکو توروو. .

همداسې کله چې افغان مذهبي شي یا یې دین ته مخه شي نو تل دا خبره کوي، کفار اوس اختراع ګانې کړي، خو دا اختراع ګانې ۱۴ سوه کاله مخکې موږ مسلمانانوترسره کړي. لکه پورته مې یو مثال د یو افغان نیشنلیست در کړ،نو دوي هم همداسې درواخله. همدغه تنکي ځوان ته چې دا خبرې وکړي، نو هغه هم په دې خبرو ځان مغرور وښايي او هر ځای کې لګیا وي دا کفار ساینس کې دومره پرمختګ کړی نو دا پخوانی اختراع ګانې، موږ مسلمانانو کړي خو په خپل حال سوچ نه کوي چې موږ نن ساینس ډګر کې څومره د عصري نړۍ څخه وروسته پاتې یو. .

راځی په دې خبرو خپل افغان بچي نور و نه غولو ځکه ستاسو په همدې خبرو دوي نه لټان، بې عمله او تش د خبرو ځوانان جوړیږي، چې نه یې ګټه افغان ته رسیږي، نه یې مسلمان ته او نه یې انسانیت ته..

خپل بچو او ځوان نسل ته همیش داسې مشورې او نصیحتونه کوی، چې ولې افغان نن د خپلو ګاونډیو هیوادوو له سیالۍ څخه لویدلی؟ په کوم علت؟ ایا موږ بې اتفاقه یو؟ ایا موږ علم ته مخه نه ده کړې؟ ایا موږ د پردیو په اشاره خپل وطن وران کړی؟ که دا ټول علتونه وي نو ولې، ولې، ولې؟

یا که داسې ووایې، وجه څه ده ای مسلمانه! نن تاته کمپیوټر، موټر، اوتو، یخچال، پکی، بخاری، د کفارو ملک نه راځي؟ ولې ستا خولۍ، تسبیح، د جامو ټوټه، کتابونو پاڼې او هغه قران کریم چې موږ یې لولو د دې پاڼې د غیر مسلمو هیوادو لکه د چین څخه راځي؟ ولې نن زما مریض قطر، کویټ، سعودي عربستان ته د عملیات له پاره نه ځي چې څوک هندوستان او جرمني ته ځي؟ دا پوښتنه همیشه په ولې کوی نو دغه ولې په اړه به ستا هغه تنکي ځوانان فکر کولو ته وهڅول شي او کار په بیل کړي چې زه باید د یو افغان په صفت خپل وطن ته څنګه خدمت وکړم چې دغه بد حالت څخه ځان راوباسم ، دا هم ورته ووایې د خپل اخرت د ښه والي په خاطر د دې دنیا کې هم خپلواکه اوسې که هغه د اقتصاد ډګر دی، که د ساینس او ټیکنالوجی ډګر دی، او که د خپل افغاني او اسلامي کلتور، کنې په پورته مثالونه چې ما در کړ افغان او مسلمان ته د تاوان په ځای هیڅ ګټه نه رسوي. تاوان یې همدا دی چې تشې خبرې به وي خو عمل به ورسره نه وي او هیڅ بدلون به په ټولنه کې نشي راوستی. افغان ځوانان هغه وخت ابتکارات، اختراګانې او د پرمختللو هیوادونو په څیر کیدلی شي چې فکر کولو ته یې وهڅوې. نن افغان او په ځانګړي توګه مسلمان فکر کولو ته نه هڅول کیږي ځکه د عصري نړۍ څخه څو پيړی وروسته پاتې ده. دغه خوږې، خوږې خبرې به تاسو ته یو محدود وخت له پاره خوشالي درکړي خو د وخت په تیریدو هیڅ نشي درکولی..

د پرمختللی، سوکاله او پرامنه افغانستان په هیله.

فرهاد زهیر

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.