راحیل شریف ته د اسلامي فوځونو مشری د یو نوکر په هیڅ سپارل شوې وه، سرتاج عزیز

په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار وویل: د عربستان په جوړ کړي پوځي ائتلاف کښې د پاکستان د پوځ د پخواني قومندان د شاملیدو موضوع یوه شخصي مسئله ده.

 سرتاج عزیز نن د پاکستان د سینیټ د بهرني سیاست د کمیشن په ناڅرګندې غونډې کښې زیاته کړه: متقاعد جنرال راحیل شریف د عربستاني ائتلاف د قومندانۍ د مسئولیت قبلولو لپاره د پاکستان د حکومت لخوا په رسمي توګه دغه هیواد ته نه دی لیږل شوی بلکې هغه په شخصي توګه دغه ذمه واري منلې ده او که پاکستان ته ستنیدل وغواړي نو هغه یې هم خپله خوښه ده.

سرتاج عزیز په داسې حال کښې د راحیل شریف لخوا د یمن ضده پوځي ائتلاف د قومندې د منلو موضوع شخصي اعلان کړې ده چې د پاکستان حکومت کابو دوه میاشتې مخکښې په رسمي توګه د دغې قومندانۍ لپاره په عربستاني ائتلاف کښې د هغه د شاملیدو اجازه صادر کړې وه.

په پاکستان کښې دننه هم د حکومت په دغې فیصلې سختې نیوکې کیږي.

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.