زابل کې د خنجر په نوم فوځي عملیاتو کې سیمه د طالبانو نه پاکه کړې شوه

د زابل په شاه جوز ولسوالۍ کی د خنجر په نوم په پوځی عملیاتو کی ۳۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د دې ولایت د والی ویاند وایی، په دغو عملیاتو کی اولس کلی هم دوسله والوطالبانو له شتون څخه پاک شوی دی.
د زابل د والی ویاند ګل اسلام سیال وایی چی تیره اوونۍ په شاه جوۍ ولسوالۍ کی د خنجر په نوم پوځی عملیات پیل شوی وه، چی په ترڅ کی ۲۲ تنه وسله وال طالبان وژل سوی او ۱۷ نور ټپیان دی.
سیال زیاتوی چی په دې عملیاتو کی یو سیمه ایز پولیس هم وژل شوے اوملی اردو دیوه سرتیری په ګډون دوه تنه ملکی کسان ټپیان شوی دی.
نوموړے زیاتوی چی د دغو عملیاتو په لړ کی ۱۷ کوچنی او لوی کلی د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاک شوی او په هغو سیمو کی چی امنیتی ګواښونو شتون درلود د امنیتی ځواکونو دوې پوستې ځای پر ځای سوی دی.
د یو بل خبر له مخی په همدې ورځ په شاه جوۍ ولسوالۍ کی د وسله والو
طالبانو له لوری په توغندیز برید کی پنځو کوچنیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د زابل د والی ویاند وایی وسله والو طالبانو د شاه جوۍ په ولسوالۍ د هاوان
یوه مرمۍ توغولې چی ولسوالۍ سره نږدې په یوه میدان کی لګیدلې چی له امله یې په دغه سیمه کې دوه ماشومان په شهادت رسیدلی او درې نور ټپیان سوی دی. ویاند زیاتوی چی ټپیان د شاه جوۍ روغتون ته لیږدول سوی دی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.