زرګونه پـښتانه سبا په جنيوا کې د اقوام متحده د دفتر مخې ته لاريون کوي

سبا د ګل یا د دوشنبې په ورځ په اروپا کې د پښتون تحفظ مومنټ لخوا د سویزرلینډ په جنیوا ښار کې د ملګروملتونو یا اقوام متحده د دفتر مخې ته د حق غوښتنې د پاره یو لویې لاریون ترسره کیږي چې په زرګونو پښتانه به پکې ګډون کوي.

د جرمني، فرانس، هالینډ، بیلجیم، اسپین، اسټریا، برطانیه، اټالیا، فن لینډ او نور ګڼ شمیر هیوادونو څخه په زرګونو پښتنو د قافلو په شکل کې د سویزرلینډ د جنیوا ښار په لور حرکت کړی دی، چې هلته به سبا سهار یو ځای کیږي او بیا به د یو لویې لاریون سره د اقوام متحده یا ملګرو ملتونو دفتر مخې ته د ماسپښین د ۳ بجو تر شپږو بجو پورې خپل احتجاج ریکارډ کوي.

د پښتون تحفظ مومنټ د اروپا د یو مشر په وینا چې د احتجاج روسته به تحریک یو مشر د اقوام متحده دفتر ته دن نه ورځي او هلته به نړۍ د هیوادونو د نمایندګانو، د انساني حقونو د تنظیونو په وړاندې به تفصیلي ډول د پښتنو مقدمه وړاندې کوي.

یاده دې وي چې دا به په اروپا کې لومړي ځل تر ټولو لویې لاریون وي چې په زرګونو خلک به پکې د بیله بیلو هیوادونو څخه ګډون کوي او د روان ظلم زیاتي پرضد به غږ پورته کوي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.