زېده کښې دې د مشال په نوم وېمن يونيورسټي جوړه کړے شي: د زېدې ولس

د شهيد مشال خان آبائى کلى زيدې څلورو واړو ويلج کونسلو د مشال د وژنې په سختو ټکو کښې غندنه کړې اؤ مطالبه ئې کړيده چې زيده کښې دې د مشال په نوم ويمن يونيورسټى جوړه کړے شى

دې لړ کښې د زيده کلى څلورو واړو ويلج کونسلو په متفقه توګه يؤ قرار د اد منظور کړيدے چې پکښې زيده يونين کونسل کښې د شهيد مشال پۀ نوم ويمن يونيورسټى جوړولو مطالبه شويده. متفقه قرار داد باندې د ډسټرکټ کونسلر، تحصيل کونسلر، نيبر هوډ کونسل ناظمينو اؤ زيده اولسى جرګې مشرانو د ستخطونه کړيدى. اجلاس دوران پۀ ديارلسم اپريل عبدالولى خان يونيورسټى کښې رامخې ته شوې پيښې اؤ په مشال د ګستاخ دروغ الزام لګولو اؤ د هغه د وژلو په سختو ټکو کښې غندنه شوېده
هغوى د حکومت اؤ اعلى عدليه نه مطالبه کړيده چې قاتلانو ته دې سخته سزا ورکړې شى . اجلاس دوران قومى اسمبلى کښې ختم نبوت ايکټ باندې د بحث کولو لپاره جمع کړے شوے تحريک التوا مذمت اؤ د دې واپس اخستو مطالبۀ هم شويده.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.