سباوون ننګرهاری په ترهګر هیواد کې څنګه نابغه شو؟/ امیر خان منګل

ایا مونږ په افغانستان کې همدا یو نابغه ماشوم لرو؟ ایا هر ماشوم مو نابغه نشي جوړیدئ؟ ددې ماشوم انځور د افغانانو غولونې لپاره په خبرپاڼو او تلويزونونو کې کښته پورته کیږي چې دا افغان ماشوم نابغه ده.

 

پاکستان ددې ماشوم په نابغه کیدو اوس غواړي چې افغانانو او نړیوالو ته وښايي، زمونږ په خاوره کې ترهګر نه بلکې افغان ماشومان نابغه کیږي. حال دا چی سباوون د نورو ښاري ماشومانو په څیر یو عادي ماشوم دی.

پاکستان له اویا کالو راهیسي د افغانانو مکتبونه ورانوي او ماشومان مو وژني

 

خو اوس د خپلې خاورې لپاره به دا ماشوم ان تر نړیوالو رسنیو ورسوي چی زمونږ خاوره کې نابغه ګان تربیه کیږي.

خو دلته په افغانستان کې په هره ورځ نابغه ماشومان راوژني او خپله خاوره کې یی هم د دیني مدرسو له مخې په زرګونو افغان ماشومان وژلي دي او هره ورځ یی وژني.

 

که په رښتیا سباوون نابغه وي نو د ترهګر هیواد پاکستان شناختي کارت د وغورځوي خپل هیواد ته د راشي او که دلته په امن کی نه وي نورو هیوادونو ته د لاړ شي.

دا ځکه وایم که چیرې همداسې په پاکستان کې پاتې شي یوه ورځ به یی شناختي کارت ضبط شي، د شربت ګلې په شان به یی بی عزته راوليږي.

 

سباوون که نابغه وای هغه به دا نه ویل چی افغانان ناپوهه دي. دا ستر نابغه تر اوسه په دې نه پوهیږي چې پاکستان ستا په شان افغان ماشومان تعلیم او ښه ژوند ته نه پریږدي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.