سترګې دي ژړې دي/ احساس شیراني

 د اسلامي نظریاتی کونسل چیرمین محمد خان شیرانی صیب خبره کوله چي موږ پخوا افغانستان ته تللی ووه عبدالواسع صیب هم راسره ووه موږ د لوګره زاخه میدان ښار ته تلو د وردګو په ناوه کښې مو په اوبو اودسونه شروع کړل هلته مو اولیدل چي مجاهدین ناست دي نو را اومي غوښتل او یو ځاې مي کړل او ورته اومي ویل ماویل تاسو ټوله مجاهدین یاسته هغو ویل او ماویل بیا خو به د الله کرم درباندې شوۍ وي خبر به نه منۍ ماویل زه یو څو خبرې درته کړم هیره وۍ یه مه دا پردۍ جنګ دې چي طالب پکښې استعمالیږي د پارسیبانو او پشتنو تر مینځه نفرت پیدا کول دي چي په کومه ورځ مسعود قتل شو طالبان به له افغانستان نه په لغړو پښو را اووځي ظاهر شاه به واپس راځي د امریکې او د نیټو پوځونه به راځي او پړاو به اچوي ماویل که داسې اوشو او مړ هم دعا راته کوۍ او که ژوندۍ هم نو اومي بخښۍ مولوي واسع صیب له خندا شین شو او وې ویل چي موږ به د روس هغه ازاد کړي ریاستونه فتع کووه ما ورته اوویل چي مولوي واسع صیب د کونډې یو ځوې ووه ډیر په ګران ووه او هروخت به یه ورته دعاګانې کولې او په دعاګانو کښې به یه ورته تل دا دعا کوله چي لوې سړۍ شې د مړونو سر شې خو یوه ورځ مور ورته اوویل چي ځویه زما دعاګانې لکه چي رنګ نه راوړي سترګې دي ورځ په ورځ زیړېږی شک مي نه شي چي د مړونو سر شې نو شیرانی صیب ولې ما ورته وېل چي زه به دعاګانې کووم خو دې ځاې ته به نه رسیږۍ
احساس شیراني ډیره اسماعیل خان

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.