سعودی عرب د ترهګرو مالی مرستې کوي، ایران

د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو وزیر بیګا د سیستان او بلوچستان ولایت په چابهار ښار کښې د یوې ترهګرې ډلګۍ د له مینځه تګ خبر ورکړ.

 سید محمود علوي وویل: په چابهار کښې د دغې ترهګرې ډلګۍ د ختمولو لپاره د امام زمان(عج) د ګمنامه سرتیرو په عملیاتو کښې دوه ترهګر هلاک شول او پنځه تنه نور ژوندي ونیوی شول.

د ایران د اطلاعاتو وزیر همداشان زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کښې د امام زمان علیه السلام یو ګمنامه ځواک هم د شهادت لوړې درجې ته ورسید.

ښاغلي علوي څرګنده کړه چې پرون همداشان په کردستان ولایت کښې هم یوه ترهګره ډلګۍ پيژندل شوې او ختمه کړی شوه.

هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې سعودي عربستان د ترهګرو ډلګیو مالي ملاتړ کوي، څرګنده کړه: په ایران کښې د ترهګرو عملیاتو لپاره د ګاونډي هیوادونو ډیر کسان اجیر کړی شوي دي.

علوي ټینګار وکړ چې په چابهار کښې په نیول شویو پنځو ترهګرو کښې دوه تنه د یو ګاونډي هیواد وګړي دي.

د ویلو ده چې داعش ترهګرې ډلې په دې وروستیو کلونو کښې د امریکې او د عربستان په شمول د هغې د انډیوالانو په مالي او پوځي ملاتړ سره د سیمې په هیوادونو په تیره بیا عراق او سوریه کښې ډیر زیات جنایتونه کړي دي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.