سعودی کې مړ شوي د يو پښتون په ځای د فلپايني مړی پښتونخوا ته راوړل شو

سعودي عرب کښې یو ټریفکي پيښه کښې مړ شوي د بره دیر وګړې په ځائي غلطۍ سره د یو غیرملکې مړي پښتونخوا ته راوړلی شوي. د بره دیر قولنډي سیمې اوسیدونکې نظام الله څو ورځې وړاندې دمام ښار کښې یو ټریفکې پيښه کښې مړ شوي وو د چا مړي راؤړلو د پاره چې ټولې تیاریانې ترسره شوي وې. ولې تیره ورځ پیښور ائيرپورټ ته مړې رارسیدو باندې چې کله د هغه خپلوانو دیدار د پاره تابوت پرانستو نو دننه پکښې د د فلپائن یو وکړې مړي پروت وو او ورسره د پاسپورټ کاپي هم موجود وه. دغه مړی د پيژنګلو نه پس ائیرپورټ عملې ته واپس کړي شوي او د نظام الله خپلوانو پاکستان حکومت او سعودیه کښې پاکستاني سفیر نه غوښتنه کړې چې غلطي کوونکې هسپتال خلاف دې قانوني کاروائي وکړي او د نظام الله مړی دې زر تر زره پاکستان ته راوړلو بندوبست وکړې ځکه چې په ناڅآپي مرګ ئي ټوله کورنۍ ناقالاره ده او د لاش په انتظار دي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.