سوات خوازه کې په ټریفکی پېښه کې درې کسان مړه، دولس ژوبل شوي

د سوات خوازه خیله سیمه کښې یو فلائنګ کوچ کندې ته پریوتو پيښه کښې د ماشوم او زنانه په شمول درې کسان مړه او دولس ژوبل شوې دي. د پولیس تر مخه چمتلئي نومې کلې کښې دغه فلائنګ تیز رفتارۍ له وجې ډرائيور نه بیقابو کیدو سره ژورې کندې ته پریوتې. پيښه کښې ژوبل تنان د خوازه خیلې هسپتال ته رسولی شوي. بلخوا د سوات مینګوره سیمه کښې ټریفک پولیس اولس کښې د قانون په اړه پوهه راوستلو لپاره مهم شروع کړی دی او دې لړ کښې نن په علامتې توګه یو شمیر موټرسائکل سورو کښې هیلمټې تقسیم کړی شوي دي. ایډیشنل ایس پي خان خیل میډیا سره خبرو کښې وئيلي چې اول اولس ته ټریفک قانونو اګاهۍ په اړه پوهه ورکوؤ ولې دویمه مرحله کښې به د کم عمره او لائسنس نه لرونکې ډرائيورانو خلاف کاروائي کولی شي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.