سوات کالام کې د درې ورځنۍ پښتون کلتوری ميلې تابيا شوې

 د پښتونخوا سوات په کالام سميه کښي دري ورځني کالام فيسټيول شروع شوے دے۔ د صوبي ټوارزم کارپوريشن او ثقافت محکمي په مرسته تابيا شوي کالام فيسټيول پرانسته تيره ورځ وشوه۔ په دي ميله کښي د صوبي ثقافت ديرش نه زيات سټالونه لګولي شوي دي، دي نه علاوه د روايتي خوراکونو سټالونه، ماشومانو لپاره پلے لينډ، ميوزيکل نائټ، فوک ډانس پرفارمنس، د شاعرۍ محفل، او د ثقافتي او رواياتي لوبو تابيا هم د ميلي برخه ده۔ دستوري ته وينا په وخت محمد طارق اوويل چي د کالام تعمير او ترقئ لپاره جاري منصوبو نه به دلته سيلګرئ ته وده ميلاو شي۔ دوي  زياته کړي ده چي ددي ميلي مقصد د کالام سيلګرئ سيمه ټول کال لپاره آبادول دي چي نه صرف په ګرمئ کښي سيلګري دلته راځي بلکه په يخنئ هم ددي ځائي رخ کوي۔ د کالام ميلي اختتامي دستوره کښي به سباله د پښتونخوا وزيراعلې پرويز خټک هم ګډون کوي۔

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.