سوات کې د برق د لوډشډنګ پرضد خلکو لاریون کړی

سوات کښې د بجلي زيات لوډ شيډنګ او کم ولټيج خلاف تاجرانو احتجاجي مظاهره کړے ده۔ نن نشاط چوک کښې شوي  مظاهره کښې د سوات ټريډ فيډريشن صدر ، هوټل ايسوسي ايشن نه علاوه ګنډ شمير کښې  بلدياتي نمائداګانو هم ګډون کړے وو۔ مظاهرے ته خپله وينا کښې د سوات ټريډ فيډريشن صدر عبدالرحيم اوويل  چي په مينګوره کښې د اتلس نه تر شلو ګهنټو پوري لوډ شيډنګ کيږي چي له وجي اولس سخت مشکلاتو سره مخ دي۔ دوي زياته کړې چي اکثره سيمو کښې د بجلي ولټيج هم کم وي چي له وجي د خلقو اليکټرانکس ځياني سامان سوزيدلي دے ۔ په دي حقله د هوټل اسيوسيشن صدر ذاهد خان اووئيل  د” کم ولټيج له  وجي ډي مشکلاتو سره مخ يو۔ واپډه واله مونږ سره ډير زياتے راغستي دي۔ نن مونږ خپل حق غواړو مونږ له دي د نورو سيمو په شان صيح بجلي راکړي” د دغه مظاهرے نه پس پي ټې آئي مظاهرينو د دغه احتجاج کونکو سټيج مات کړے او وئيلي دي چي په سوات کښې د بجلي لوډ شيډنګ ذمه دار امير مقام دي ولي د هغي خلاف دي مظاهره اوکړے شي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.