سيد مير مهدي شاه مهدي ” يو غښتلی نېشنلسټ” او د وفا لاروی

مهدي شاه باچه د جنورۍ په شپږمه ورځ, په کال ۱۹۲۶ پېښور سره نږدې په کانکوله کلې کې پېدا شوی و. د خدايي خدمتګارۍ نه نېپ او تر اين ډي پي پورې د باچا خان د پياوړي کاروان يو مخلص او وتلې لاروی پاتې شوې دی’ چې تر مرګه يې دا مقدسې اړيکې مضبوطې او ټينګې ساتلې دي. د سياست, صحافت او پښتو ادب د هسک يو ځلانده ستورې و’ چې ډيرې ارزښتناک رنګونه یې لرل. ټول عمر یې په تنګدستۍ او غريبې کې تېر کړې و. خو د فن’ فکر’ سياسي زيار او صحافتي شتمنۍ بې بها پنګه یې درلوده. څه خاص عادي تعليم او ډګرۍ ورسره نه وې خو د سر د صلاحيتونو په لوی دولت مالامال و. د قلندر مومند او اجمل خټک د ډلې څخه و, ذهن يې د باچا خان په فکر منّور و او قلم ې لکه د مزدور د کدالې په څېر سولولې دې. د مچ, ډيرو, هري پور, جهلم په جيلونو کې يې اوږده قيدونه او زيارونه تېر کړې دي. د قيادت, ترجمان, افغان, انجام, غنچه مجلّې او شهباز اخبارونو مشر ايډېټر پاتې شوې دې او د خدايي خدمتګارۍ تبليغ يې کړی دې.

سيد مير مهدي شاه مهدي

د باچا خان ادبي, کلتوري او صحافتي ميراث د “پښتون” رساله چې بيا شورو شوه’ نو مهدي شاه باچا یې مشر منتظم وټاکلی شو.

مهدي شاه باچا د وفا او جفا د لارې يو سر والې بر والې لاروې و چي په سر کې یې يوازې د باچا خان د فکر مشال بل ساتلې و. دا لوړ انسان اخر د کېنسر لوی ناروغې نه پس په شپږيشتم ستمبر ۱۹۹۶ ددې نړې نه مرور شه او د خپل کلي خاوره کې يې خپل مخ پټ کۀ.

په ګور يې نور شه!

باچه جي يوه خوره وره اداره وه او په لنډ مهال کښې دا سمندر په لپه کې څوک نه شي ځايئولی. د مهدي شاه باچه جي يو نظم لوستونکو سره شريکوم.
————————
چې خويونه مې وحشت د رنديت وي
نو وګړي مې ادم بولي په څۀ؟
چې صفت پرې د جانان ليکلی نه شم
نو جهان مې بيا قلم بولي په څۀ؟
چې مې خوله کې ژبه نشته سوز دپاره
څوک مې شمع د تورتم بولي په څۀ؟
چې محفل مې ټپوسانو سره ساز وي
نو شهباز مې خپل همدم بولي په څۀ؟
چې د خپل قام په خوراک باندې ګزران کړم
د نهنګ نه مې څوک کم بولي په څۀ؟
چې مې زهر د غیرت غاښو کې نشته
يم مهے’ مار مې عالم بولي په څۀ؟
چې بې خاره مې په دشت څۀ زرغون نه وي
ګلستان مې بيا أمم بولي په څۀ؟

لیکوال: اعجاز یوسفزی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.